دروغجن حافظه نه لری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68223
روغوال
دخبریدو نیټه : 2018-02-17


 یو مریض د یو داکټر معاینه خانی ته د معاینی لپاره ورغې ، په معاینه خانه کښې مریضان نه وه ، نو داګټر ته یی وویل ، چې داکټر صاحب ! ښه دی نن ورځ خو دی په معاینه خانه کښې د مریضانو بیرو بار نشته ، اومحترم داکټرصاحب د ورځی څو مریضان معاینه کوی ، نوداګټر ددی لپاره چې ځان ورته پوه او لوی وښایی ، نو مریض ته یی وویل ، چې وروره مریضان خو ډیر راځی ، خو زه فقط څلوویښت ، پنځوس مریضان د ورځی معاینه کوم ، پدی وخت کښې د مارکیټ خاوند راغي ، کتابچه یی پلاس کښې وه ،داکټر ته یی وویل ، چې داکټرصاحب د څو میاشتو راهیسی درباندی د معاینه خانی کرایه پاتی ده ، ژر شه هغه راکړه ، نو داکټر ورته وویل ، باداره ! دا څو میاشتی کیږی ، چې مریض مې ندی معاینه کړې ، دا یو مریض دې چې اوس یی تشریف راوړې دی ، هغه هم معلوم ندې ، چې فیس به راکړی او که نه ۰