په کندهار کي د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت درې پرمختيايي پروژې پيل سوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68227
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-02-20


د سه شنبې په ورځ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د يو شمېر سکتوري ادارو د رئيسانو په ملتيا ډنډ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت درې پرمختيايي پروژې پرانيستلې.

مرستيال والي لومړی د ډنډ ولسوالۍ د حاجي بابا زیارت څخه تر منصور غونډۍ پوري د ۶،۵ کيلومتره سړک د اسفالټ پروژه د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستل.

د ياد سړک پر جوړېدو ۴۱ ميليونه او ۹ سوه زره افغانۍ مالي لګښت راځي چي د کليو د بیارغونې او پراختيا وزرات له لوري ورکول کېږي او د جوړېدو چاري به يې د نهو مياشتو په موده کي بشپړي سي.

وروسته مرستيال والي عبدالحنان منیب د يادي ولسوالۍ د ترنک رود د ۵۰۰ متره استنادي ديوال پروژه پرانيستل. پر ياده پروژه ديارلس ميليونه افغانۍ مالي لګښت راځي او د ارغنداب رود د دريايي  فرعي حوزې له لوري پلي کيږي.

د يادي پروژې تر پرانيستلو وروسته مرستیال والي په ډنډ ولسوالۍ کي د شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت د لسو ښوونځيو د ترمیم پروژه پرانيستل.

ياده پروژه د پوهني رياست په همکارۍ د امريکايي ځواکونو په مالي مرسته پلې کېږي او پر مهال به يې لس ښوونځۍ چي اوس په خراب حالت کي قرار لري، ترمیم او ټول ضرورتونه به يې پوره سي.

بايد وويل سي چي څه موده وړاندي هم د کليو د بیا رغونې او پراختيا وزارت له لوري د ۲۱ ميليونه افغانۍ په ارزښت د استنادي ديوال يوه بله پروژه هم پرانیستل سول چي اوس يې د جوړېدو چاري رواني دي