غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68233
مصطفی آرین
دخبریدو نیټه : 2018-02-20

غزل
څومره په پام څه په تدبیر مې فنکاري کړیده
چې هم مې زړه بائیللې هم مې دلداري کړېده

ما ددې ښار په ښکلو، ښکلو باندې زړه ویشلئ
چا ددې ښار په ښکلو ، ښکلو پابندي کړېده

ما د طورات له آیاتونو نه غـزل جوړ کړئ
ما خـــو د مینې په ســـندرو زنده ګي کړېده

خدایه ما اوتا په ګډه څومره ښه کارونه کړي
تائې تصویر ویستلې ما ئې شــاعري کړیده

خود به سرلوړې د صلات له نرۍ تاره وځم
ما د کفارو ســرزمین کــې دینداري کــړیده

مرۍ ،مرۍ مې کړه تسبیح مې په تارد تکبیر
آرینه ما دې زړه کعبه کــې وداني کـــړیده