غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68285
مصطفی آرین
دخبریدو نیټه : 2018-03-31


تا زړه راځينې وغوښت سمدستي مې درته راوړو
څــه پاتې پكې نه ؤ خــوزخمي مې درته راوړو

د غــر ســره په جـنگ وم ترينه كاڼـې خــوئيـــدې
په زړه مئ كاڼي مات كړل او غمي مې درته راوړو

معصوم خيال مې راځي نـن ستا د سترگو تماشې ته
دا ځــكه خـــو رانجه او ســـلائي مــې درته راوړو

آرين دا نه گڼل د خــيال مـــعبود به يئ غــږيږي
په څومره بې وسۍ كې خوشحالي مې درته راوړو

آرين