د جګړې اور او د سولې شور!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68288
وحيدالله مصلح
دخبریدو نیټه : 2018-03-26

پنځه څلوېښت کاله مخکې چې زمونږ په هېواد کې نظامي برخورد د يوې شاهي دورې ولسواکه حکومت وپرځاوه او بيا ورپسې د ۵۴ کال عمليات دغه کودتايي جمهوريت ته بل سرخوږی شو، نو له همدغو برخوردونو تر ننه سوله د افغان وطن ورک ژوند دی، کوم نسل چې د شلمې پېړۍ په وروستيو کې وطن په لمبو اورونو وسوځاوه، د همدې لمبو په سيوري کې بل ځوان شوي نسل جګړه يويشتمې پېړۍ ته نقل کړه او خدای خبر چې زمونږ د نسل نه زيږيدلي بچيان به دا جګړه په کومو نومونو همداسې ورانه روانه وساتي.
له بده مرغه زمونږ په وطن کې همېشه د جګړې لپاره بې حسابه دلايل شته او دا دلايل په هره مرحله کې نوي نوي تعريفيږي او لارويان يې په هره مرحله کې په نويو جذبو جګړو ته هوسېږي، غورځېږي او پاڅېږي، مونږ په هره مرحله کې خپل ځانونه او خپل نسلونه وژنو، مونږ له خپلو ځانونو سره جګړه کوو.... خو په دا دومره اوږده لړلې جګړه کې هيڅکله چا د سولې لپاره استدلال ونه کړ، ته به وايې چې د دې وطن د جګړه مارو په نظرياتي سرچينو کې د سولې لپاره اصلاً کومه حاشيه هم نه شته، ته به وايي چې په تزار تاريخ کې د تولستوی سوله او جګړه نه وه او ته به وايې چې د مسلمان په ژوند کې حديبيه نه وه.
زمونږ د هېواد لومړنۍ نظرياتي خطا چپيانو وکړه چې د داودخان لپاره يې يو نظم، ثبات او کراري په کودتا کې ونړوله، دويمه تېروتنه د ۵۴ کال نظامي عمليات وو چې اسلامپالو د بهټو د (کور، کالي او ډوډۍ) له مورچلونو دلته د داودخان د حکومت چپي برجونه پرې ويشتل، درېمه اشتباه بيا د نجيب الله د ملي پخلاينې غږ ته د جهادي تنظيمونو وچه او سپوره نه وه، هغه چې بيا د نجيب د حکومت له قومي ملېشو او کمونېستي جنرالانو سره په معاهدو کې کابل ړنګ شو او جهادي تنظيمونو په کې خپل هويتونه او ارمانونه تر دې هم ړنګ وغورځول. څلورم مجال دا اوسنۍ مرحله ده، چې په دې اړه کيسې دېرې پېچلي دي.

خطا او سزا!
په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د اسلامي امارت واکمني د امريکا نظامي تيري ړنګه کړه، او په همدې مهال بيا په بن کې د نوې واکمنۍ لپاره کنفرانس روان وو، کومه شعوري اشتباه چې هلته امريکايانو وکړه هغه د وروسته افغانستان لپاره ډېره خونړۍ وه، د بن کنفرانس ته دوه لوی جهتونه مطلوب نه وو، طالبان او حزب اسلامي، د دې لويو جريانونو په غياب کې واک د يو شمېر غربي ټکنوکراټانو او جنګي لوريو تر منځ وويشل شو. د دې وېش يو لوی عيب دا هم وو چې وطن يې د ملي عظمت له هسکه د قومي اجنډا ژورې ته راوغورځاوه. په دې ډول د امريکا د نظامي ټکنالوژۍ په جارح انډول کې له يوې خوا يوه طبقه د واک او ډالرو مافيا شوه او بلې خوا ته لوی ملت وو چې په کليو کې يې ملا او امي د طالب او حزبي په نوم ورکو زندانونو ته تلل، پر ورا او جنازو يې بمونه غورځېدل او شپېنيو تالاشيو يې پتونه لوټل، نو په دغسې بې انډولۍ او تبعيض کې درېدنه او مقاومت بيا پيل شو او غبرګون همدومره پرله پسې زورور وو چې اوباما يې په دويمه دوره کې د بلا سټراټيژيو په اخېړ کې محاربوي په شاتګ ته اړ کړ، هغه چې هغوی په کې پای يوازې په مشاور موقف کې محدود پوځونه پرېښودل او نور يې پښې سپکې کړې.

سوله؛ پرون او نن!
هغه چې پرون يې په بن کې طالب د سولې مېز ته مطلوب نه ګاڼه، او ويل يې چې د طالبانو ځای ګوانتانامو او بګرام دی، خو نن هغوی همدومره راټيټ شوي چې له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې ملاتړ کوي. اصلاً ۱۷ کاله مخکې او په دا اوږده موده کې سټراټيژي داسې نه وه چې طالب سره سوله وشي، د کرزي پر مهال حکومت او ملاتړو يې په څو سټراټيژيو کې وغوښتل چې طالب هم په جنګ او هم د سولې په نوم د قومندانانو د راجلا کولو په پاليسۍ کې بوخت وساتي. حضرت صاحب صبغت الله مجددي په لومړي ځل د سولې په نامه د طالبانو د دويمې ليکې د جذبولو پر ماموريت وټاکل شو، بلا ډالر راغلل او بونګې بونګې د حضرتانو او نورو مصروفو مامورانو جېبونو ته لاړل. هغه يو څو لنګوټيو والا چې حتی ږيرې به يې هم مونډۍ وې او له شکلونو طالبان نه وو، له خپلو شلخيو سره به ولایتي د سولې مرکزونو ته راغلل، له شرمه به يې مخونه د لنګوټيو پر پيڅکو پېچلي وو او بيا به ترې د ايساف اشتهاريانو هغه بېخونده اشتهارونه جوړ کړل چې په هره وقفه کې به يې پر تلويزيونو بېخونده راښودل. دا هر څه همداسې ډرامه او مسخره مخ ته لاړل.
په دويمه مرحله کې د سولې عالي شورا جوړه شوه، دغه شورا د ترکيب او مشرۍ له پلوه او همدارنګه د حکومتي او نړيوالې تحت الحمايې له اړخه د سولې لپاره اصلاً منځګړی نه وو. په شورا کې داسې واکداران وو چې تر امريکايي پېر مخکې يې په کلونو کلونو له طالب سره شخړې وې، او بيا دا چې په ښکاره حکومتي لوری وو، نو دا هر څه بيا هم د ډالرو په شړکنده باران کې همداسې شوړه مخته لاړل او سوله همداسې ورکه پاتې شوه.

غني او لانجمنه سوله!
غني چې د ټاکنو کمپاين کاوه، غټه دعوه يې دا وه چې سولې ته لومړيتوب ورکوي، د ده په راتلو سره د سولې عالي شورا سره له دې چې په جوړښت کې پاتې شوه خو په پخواني کردار کې پاتې نه شوه. دا ځل د سولې د هلو ځلو او ابتکار محوريت ارګ وو، د سولې عالي شورا په کې سمبوليک او دويم نقش کې وه.
غني سره له دې چې د ۵۰ سلنه حکومتې لانجې په پېچ و خم کې بوخت دی خو د سولې په اړه هغه له همغه پيله جدي وو، هغه چې کله له حکمتيار صاحب سره د سولې خبرې د لسګونو رسمي او تودو چنو او مجلسونو وروسته حقيقت ته رسولې او په دې ټوله موده کې د حکومت دننه ۵۰ سلنه برخې د سولې له پروسې سره سر جنګاوه نو د سولې په اړه يې د غني د دريځ قاطعيت او ضمانت زباتاوه.
غني د خپلې حکومتولۍ په ټوله دوره کې له طالب سره سوله په عمومياتو کې غوښتې، په هر مجلس کې يې ترې غوښتي چې خبرو اترو ته دې کېني او دا چې خپلې غوښتنې دې د خبرو اترو پر مېز مطرح کړي. او دا غوښتنې هر ځل طالبانو په خپل ډول رد کړي. تر دې عمومياتو وروسته دا لومړی ځل دی چې د غني حکومت د سولې يوه بشپړه طرحه وړاندې کوي.

حکمتيار او طالب؛ د سولې جلا تجربې!
 له حکمتيار صاحب سره د سولې خبرې اترې او برياليتوب يوه بېلګه کېدلی شي، خو له حکمتيار او طالب سره سولې جلا تجربې دي، له امريکايانو سره د وسله وال مخالفت په کټګورۍ کې طالب د دې جګړې ډېره لويه برخه وه او ده، هغوی چې حکومت يې امريکا ورړنګ کړی، د حکومت او نظام د مالکيت دعوه يې له يوې خوا او له امريکايانو د ازادۍ داعيه او د دې جګړې اصلي څښتنتوب يې له بلې خوا؛ دې ټولو طالبان د سولې په پروسه کې له حکمتياره په جلا موقف کې ساتلي.
همدا لامل دی چې غني له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره بېخي ځانګړې طرحه وړاندې کړه، دغه طرحه درې مرحلې لري، خبرې اترې، تصويب او تطبيق، هره مرحله بيا خپل تفصيل لري، دغه تفصيل خورا واضح دی چې هيڅ راز تفسیر او تعبير ته يې اړتيا نه شته، په دغه طرحه کې دا هم ډېر مهم دي چې حکومت په رسمي ډول د اساسي قانون د تعديل انتخاب وړاندې کوي او د خبرو اترو لپاره هيڅ قيد او شرط نه اعلانوي.
غني چې د سولې لپاره څومره افغاني ذهن لري او دی چې په دې لاره کې څومره ژمن دی دا له يوې خوا له حکمتيار سره د بريالۍ سولې له زاويې اندازه کېدای شي او له بلې خوا يې له طالبانو لپاره د سولې داسې واضح سټراټيژي خپله لوی شاخص دی، دا طرحه له دې اړخه هم خورا مهمه ده چې د کابل پروسې په نړيوال مشارکت کې اعلان شوه او نړۍ ترې غوڅ ملاتړ وکړ، دغسې ملاتړ او نړيواله ګواهي د سولې په پروسه کې ښه تضمين کېدای شي.
طالبان بايد د غني د دې طرحې په وړاندې جذباتي سوچ ونه کړي، هغوی بايد د شورويانو تر وتلو وروسته د نجيب سقوط او بيا د کابل داخلي جګړې ټولې په پام کې ونيسي، د ژوند مهمې پرېکړې خورا دقت غواړي او فرصتونه په سياسي ژوند کې ډېر نه وي، د سولې دا لړۍ بايد د نجيب د حکومت سولې غږ ته د مجاهدينو په سپوره نه کې تکرار نه شي.

سولې طرحه؛ طالب او امريکا!
غني چې له طالبانو سره د سولې کومه طرحه وړاندې کړې، دا د تطبيق د مرحلې لپاره خورا سنجيده راخېستل شوې او جزيات يې ډېر مشخص دي، د غني طرحه لږ تر لږه د افغان حکومت له سياسي دريځه هغه ابهام لرې کوي چې ګنې حکومت د سولې لپاره واضح طرحه نه لري او دا چې حکومت د سولې لپاره په راستۍ نه دی، په دې برخه کې حکومت اعتبار اخلي او له خپلو اوږو يې دا بار په خورا دقيق حساب سپک کړی. خو دا چې په دې طرحې دې خبرې اترې پيل شي نو دا مورد هيلې ټکنۍ کوي.
طالبان غواړي لومړی له امريکايانو سره خبرې اترې پيل کړي، د هغوی له انده د دوی لويه غوښتنه د امريکايانو د وتلو لپاره د مهال وېش ټاکل دي، او دوی داسې ګڼي چې حکومت د دغسې خبرو اترو واک نه لري، د طالبانو لپاره د غني د سولې طرحه وروستۍ خبرې دي چې د امريکايانو د وتلو د مهال وېش وروسته پرې خبرې کېدای شي. اوس نو پوښتنه دا ده چې که امريکايان ريښتيا هم په افغانستان کې سوله غواړي نو ولې له طالب سره خبرې نه پيلوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د سولې ريښتينی حل ورپورې تړلی او دا هغه پوښتنه ده چې لږ تر لږه افغان رسنيو لپاره د بحث سوژه نه ده، دلته که په ګردي مېزونو کې تحليلګران کېني نو دې پوښتنې ته د کمترۍ د احساس له دريڅې ننوځي او د امريکايانو شتون ته بلا بانې او استدلال لټوي. دلته د نظر څښتنان د دې زحمت نه باسي چې د امريکا، افغان حکومت او طالب پر درې ګوني ګډون د خبرو اترو غږ پورته کړي، په دې ډول د سولې پر لار عملي مزل پېلېدونکی دی.
د امريکايانو په يو دمي وتلو کې د افغان انسان ذهن ته حتماً د شورويانو تر وتلو وروسته د افغانستان خونړی تاريخ مخې ته درېږي او دا د افغانانو حق دی چې د خپل راتلونکي په اړه د لنډې ماضي له مخې قضاوت وکړي، خو که طالب يوازې د امريکايانو د وتلو مهال وېش غواړي نو بيا خو د بهرنيانو د يو دمي وتلو پس لرزې هغه خرابۍ نه لري کومو چې د شورويانو تر وتلو وروسته افغانستان د جګړو په اور کې لولپه کړ.

د سولې بهرني فکټورونه!
بله موضوع دا ده چې د طالبانو لپاره د افغان حکومت د سولې طرحه د بين الافغاني تفاهم يوه غني طرحه ده، خو اړينه ده چې په دې طرحه کې ګاونډيان، منطقه او نړيوال قدرتونه د تضمين په توګه مطرح وي. افغان جګړه ډېر پراخه او څو بعدي ده، په دې جنګ کې له ګاونډيانو نيولې تر منطقوي او نړيوالو ځواکونو پورې جنګي نيابتونه د دې جګړې واقعيتونه دي، دلته که خبرې کېږي نو دغه ټول بهرني فکټورونه به په پام کې نيول کېږي، تر هغه چې د ګاونډيانو، منطقې او نړۍ جنګي ګټې زمونږ په خاوره کې سوليز بديل ونه لري نو د دې جګړې خاموشول ډېر ستونزمن دي، که نه تر هرې سولې وروسته به يوه نوې ايډيالوژي د بلې جګړې تاداوونه ږدي.

سولې طرحه او قومي اجماع!
د کابل پروسې په کنفرانس کې د افغان حکومت د خارجه وزير قومي غوښتنې خورا ښکته خبرې وې، ښاغلي وزير چې د سولې لپاره د قومي اجماع خبره کوي دا د سولې د طرحې په وړاندې د حکومت دننه د ۵۰ فيصده شريک واک مزاحمت دی، او دا مزاحمت د دې عکاسي کوي چې د غني د حکومت شريکان د سولې په دې طرحه کې خپله جدا محاسبه لري. او دا هغه څه دي چې طالبانو ته هم دا ګومان ورکوي چې لږ تر لږه حکومت په دغه طرحه کې اجماع نه لري.
د سولې له دې طرحې سره دغسې مخالفت د دې څرګندونه هم کوي چې څرنګه جنګونه د ځېنو لوريو لپاره لنګې غواګانې دي، له بده مرغه په افغانستان کې ځېنې په جنګونو کې مافيا شول، دوی په جنګ باندې ژوند کوي، که سوله راشي نو دوی بيا په سيالانو کې دغسې خرامان نه پاتېږي.
د دې مخالفت يو اړخ دا هم دی چې څرنګه دوی په هره ملي مسئله کې قومي سوچ کوي، دوی چې په نظريه کې فرا قومي دعوه لري خو د نجيب تر سقوط وروسته تر نننه په قومي منظر کې ښوري، هيڅکله يې له دې ژورې د ملي سوچ پر هسک فکر ونه کړ.