د امنیتي مسؤلینو بېغورۍ ولایتونه له سقوط سره مخامخ کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68311
زمریالی افغان
دخبریدو نیټه : 2018-04-12

 

څه دي چې په امنیتي سکتورکې نشته، که په هر ولایت کې د امنیتي ارګانونو د ګډې همغږۍ مرکز ته ورشي هسې تش په نوم د ګډې همغږۍ مرکزونه دي،همغږي خو لا پریږده په ولایاتو کې د امنیتي ارګانونومسؤلین یو له بل سره داسې چلند کوي ته به وايي چې د نړۍ له بېلابېلو ملکونو د راغلو پوځونو قوماندانان دي،یو يې هم بل ته تن نه ورکوي.

د امنیتي سکتور حاضر حالت د سختې اندېښنې وړ دی، اوبه له سره خړي دي، که ووایم  وزیران او معینان خو هسې په ببولالو سر دی، یوازې يې په نمایشي غونډو او کنفرانسونو خپل تقسیم اوقات ډک کړی دی.د شته و ضعیت  د تحلیل،ارزونې او کنترول لپاره هیڅ طرحه او پلان نلري.بنیادي او اساسي مسایل پاتې دي او یوازې هغه څه ترسره کوي چې یوه زره هم د امنیت د ښه والي سره مرسته نه شي کولي.

په ولایاتو کې به ډیر داسې مجلسونه  ووینئ چې ان د رئیسانو شتون به پکې ظلم وي ،هلته به دپوځ لوی لوی جنرالان ناست وي او له ځانه به يې لسګونه او سلګونه سرتیري راتاو کړي وي.باور مو وشه چې زما خونور په پوځیانو او ملي ځواکونو باندې زړه درد وکړي،کومې ورځې ته پاتې شول،دداسې چا لخوا رهبري کیږي،چې هغه یو تش په نوم غله او قانون ماتونکي ته هم  سر ټیټوي او ان باج ورکوي.

سوق او ادارې سر خوړلی دی،پر یوه امنیتي پوسته جګړه وي ،بله يې تماشه کوي،پخوا خو به قوماندانانو او جنرالانو ته عسکر او خپل ترلاس لاندې پرسونل تر خپل اولاد کم نه ښکاریده اوس هغه احساس چیري ولاړ؟ او س خو قوماندان او جنرالانو  ته دخپل عسکر او پرسونل مرګ هسې دچرګوړي له مرګ هم بې ارزښته ښکاري.

له یوې بلې نادرې به درته ووایم ،همدا لوی لوی قوماندانان او جنرالان په ولایاتو  کې هغو تش په نوم ژورنالیستانو ته هم سر ټیټوي چې په اصل کې يې د ژورنالیزم جنازه ویستی ده،هغوی ته باج ورکوي،لوی لوی نومونه ورکوي او ان په مجلسونو کې دهمدې تش په نوم ژورنالیستانو په اجازه خبرې پيلوي.ترڅو ددې ټمبل او بې پروا جنرال له  کړنو پرده پورته نکړي.

د ولس سر او مال هیڅ خوندي نه دی، ځکه نه دی خوندي چې عسکر غریبان خو ددې پرځای چې د ولس امنیت وساتې د همدې تش په نوم جنرالانو  او قوماندانانو لخوا ځینو لنډغرو ته په واک کې ورکړل شوي ترڅو دهغوی د کورونو،تجارتي مارکیټونو او شتمنیو ساتنه وکړي. او ځیني نور بیا دځان پسې وګرځوي.

 د امنیتي سکتور د کومې بدبختۍ به درته وایم ، وسلې ددوی ورکیږي، د عملیاتو راز ددوی افشا کیږي،هیڅ راز يې خوندي نه دی،نه پوهیږم  چې دوی دا اونیزې امنیتي غونډې ته د څه لپاره کوي،که دامنیت لپاره وي خو ولې بیا له یوې اونۍ بلې ته یو مثبت بدلون نه لیدل کیږي،او که داسې نه و ي نو روان نمایشونه به هیڅ ګټه ونه لري او همداسې به ولایتونه له تهدیداتو او سقوط سره مخ وي.

کندوز دوه ځله سقوط شو، ولې سقوط شو؟ لامل يې څه ؤ؟ او ایا اوس هغه تشه ډکه شوې چې په تیر کې د کندوز د سقوط لامل شوه؟؟

نه داسې هیڅ نه دی شوي اوس هم همغسې بې پروايي ده، اوس هم همغسې  محافظه کاري ده.لا هم دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ،امنیت  شورا او کندوز کې د میشتو امنیتي ارګانونو مسؤلینو  هغه تشي معلومې نه کړي او نه يې ډکې کړي.چې له امله ېې کندوز دوه ځله سقوط شو.

که د امنیتي سکتور  همدا حال وي  نو لرې نه ده چې  لازیاته به د امنیت لمن رالنډه او یو وخت به داسې راشي چې دهمدې محافظه کارو جنرالانو او قوماندانانو لمنې به  اور واخلي او تنه به يې وسوځیږي.

د همدې خلکو له لاسه د ځواکونو تلفات اوج ته رسیدلی او هره ورځ مو د هېواد ساتنې د ډګر لسګونه سرتیري خپل خوږ ژوند قربانوي.چې دا نوره بېخې د نه زغم ده.

د هېواد له جمهور رئیس مو غوشتنه ده چې امنیتي سکتور ته ځانګړې پاملرنه وکړي او نور ځواکونو دداسې تش په نوم جنرالانو او قوماندانانو په لاس اداره نه کړي څوک چې دخپل کور د ادارې وړتیا نه لري.