د ځوانانو چارو معینیت ۸ تنه پکتیکا وال ځوانان وستایل.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68373
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-05-29

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت اته تنه پکتیکا وال ځوانان د دوی د غوره خدمتونو له امله په ستاینلیکونو ونازول.

پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي وایي، یادو ځوانانو په ټولنه کې د ځوان فکر د خورولو او د ځوانانو د ظرفیتونو د لوړلو په برخو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي.

ښاغلي فضلي یاد ځوانان وهڅول چې خپلې هڅې جاري وساتي او په ټولنه کې د شته ناخوالو د له منځه وړلو لپاره هر اړخیز کار وکړي.

پکتیکا مرستیال والي زیاتوي، هڅه کوي چې په ټولنه کې ورته نوښتګر ځوانان تشویق او هڅوي څو ستونزې راکمې او بېلابېلو پرمختګونو ته زمینه برابره شي.