پکتیکا: د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځيو ته چوکۍ او مېزونه ورکړل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68375
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-05-29

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت ۳۰ بابه ښوونځيو ته د (GPA)  یا د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام له لوري چوکۍ او مېزونه ورکړل شول.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د پکتیکا په دریو ولسوالیو یوسف خېلو، زرغون ښار او ارګون کې دېرش بابه ښوونځیو ته څلور زره اته سوه شل ( ۴۸۲۰) سېټه چوکۍ او مېزونه ورکړل شول.
ښاغلي وحدت وویل، وړاندې به په دغو ښوونځيو کې زده کوونکو په ځمکه زده کړې کولې خو زیاتوي چې له دې سره به نږدې لس زره زده کوونکي له مېزونو او چوکیو برخمن شي.
پکتیکا والي وایی، ډېر تمرکز یې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر په پیاوړي کولو دی او په وینا یې په دې برخه کې د ولسونو په همکارۍ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي