په ننګرهار کي زر بستریز روغتون جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68387
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-07-01

جمهور رئیس محمد اشرف غني ننګرهار ته په راتګ سره په دې ولایت کې د زربستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده او همدا راز یې د دې ولایت امنیتي مسؤلینو سره ځآنګړې ناسته وکړه .
جمهور رئیس غني په دغه سفر کې د ختیځ زون د زربستریز روغتون د بنسټ ډبرې د کېښودو تر څنګ، د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.
ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته په راتګ سره د دې ولایت امنیتي مسؤلینو سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې امنیتي غونډه جوړه کړه، چې ننګرهار والي حيآت الله حيات او امنیتي او دفاعي مسئولينو د ختيځو ولايتونو او په ځانګړې ډول د ننګرهار امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورنه وړاندې کړل.
په ورته وخت کې جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د ننګرهار والي حيات الله حيات او نورو مسئولينو په حضور کې د ختیځ زون زر بستريز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.
په دوه سوه جریبه ځمکه کې ختیځ زربستریز کمپلکس د یو نيم میلیارد افغانیو په لګښت جوړیږي،چې چارې به یې په دیارلس سوه نهه نویم کال کې بشپړې شي او په کې به ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰بستریز روغتون، د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون، ۶۰۰ بسترو او د درملو د ډیپوګانو لرونکی د ننګرهار ولايت د نوي روغتون ودانۍ جوړې شي .