کندهار: ولایتي اداره پوره هڅه کوي چي د ورزشکارانو لپاره هر اړخیزه اسانتیاوي برابري کړي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68577
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-12-21

 

د غه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب په کندهار کي د بدني ښکلا کلبونو د اتحاديي له مسؤل سره په خپل کاري  دفتر کي د یوي لیدني پر مهال وکړي چي پکښي کندهار ښاروال، د سپورټ او بدني روزني امریت استازي او د عینومېني د افکو کمپنۍ استازو هم ګډون کړی وو.

په دغه ليدنه کي د بدني ښکلا کلبونو د اتحاديي رئيس له مرستیال او سرپرست والي څخه مننه وکړه، چي هر وخت یې د ورزشکارانو سره هر اړخيزه همکارۍ ترسره کړي او د هغوئ مشکلاتو ته یې حل لاري لټولي دي.

نوموړي د بدني ښکلا کلبونو په برخه کي د یوشمېر ستونزو یاودونه هم وکړه، هغه زیاته کړه چي د کندهار ښاروالۍ له لوري د کلبونو د صفایي ټکس زیات ور څخه اخیستل کېږي او ترڅنګ دي يې د بدني ښکلا د ورزشکارانو لپاره د ټورنمنټونو لپاره هم ځانګړی ځای جوړ سي ترڅو هغوئ و کولای سي چي په پوره اسانۍ سره خپلي سیالۍ ترسره کړي.

وروسته مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منیب له هغوئ څخه مننه وکړل چي ځوانان يې دې ته تشویق کړي چي سپورټ او ورزش ته يې مخه کړې ده، هغه زیاته کړه  ولایتي اداره پوره هڅه کوي چي د ورزشکارانو لپاره په هره برخه کي اسانتیاوي برابري کړي.