وحدت: په بېلابېلو برخو کې ولس ته بنسټیزې پروژې پلي کیږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68578
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-12-21

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ ددې ولایت د غونډو په تالار کې د یوې پراخې ولسي غونډې پرمهال وکړې.
په یاده غونډه کې د پکتیکا والي ترڅنګ، ددې ولایت امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، د دوهمې پلي لوا قوماندان، د بهرنیو ځواکونو استازي، سلګونه قومي مخورو، دیني علماوو او ځوانانو برخه اخیستي وه.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، حکومت په ټوله کې هڅه کوي چې د ولسونو د هوساینې په موخه بېلابېل ګټور پروګرامونه جوړ او پلي کړي.
ښاغلي وحدت دغه راز د سولې روانو هڅه ته په اشارې سره وویل چې یادې هڅې حکومت له یوه قوي دریځه پیل کړې او هیله من دی چې د افغانانو دغه ستره هیله به ډېر ژر پوره شي
نوموړي زیاته کړه، د پکتیکا امنیتي او پرمختیایي وضعیت تر بل هر وخت بهتر شوی او په وینا یې د لا ښه والي لپاره یې ګټور پروګرامونه په پلان کې دي