غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68841
میرویس نحیبي
دخبریدو نیټه : 2019-10-14

کړې چې ماتې وعدې ډيرې
بیا وباسې توبې ډیرې
هسې شیخه شیخه ښکارې
تا کې شته دی نخرې ډيرې
بیا روژه ده ښه پوهیږې
راشه راکړه بوسې ډيرې
ملا ښه بندوبس وکړه
حورو کړي ګیلې ډيرې
د شهید په کټ قاتل ته
مور یی وکړې ښیرې ډيرې
توره پریده خو د سولې
راته وکړه کیسی ډيرې
ته به کله راځې راشه
بلا وشوې مودې ډیرې
میم دې نور کیسه کې نه دی
هسې مه کړه بانې ډيرې