دکالدارو په استعمال دوه د تېلو پمپونه، يوه هټۍ او يو لابر اتوار وتړل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68960
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2020-02-01

شينوارو ولسوالۍ کې د افغانيو ترويج کميسون له لوري دوه د تېلو پمپونه، يوه هټۍ او يو لابر اتوار وتړل شول.
ننګرهار ولايت سکتوري خدمتونو رئيس فضل ربي هميم د ولسوال معلم معشوق او يو شمېر نورو مسئولینو په ملتيا د شينوارو ولسوالۍ مارکوه بازار سيمه کې دوه د تېلو پمپونه، يوه هټۍ او يو لابر اتوار، چې په کلدارو يې راکړه ورکړه کوله وتړل.
د سکتوري خدمتونو رئيس فضل ربي هميم وويل، چې د تېلو پمپونو مسئولينو له مشتريانو کلدارې اخیستې او له همدې امله يې ورته پمپونه د يوې ورځې لپاره وتړل؛ که بيا سرغړونه وليدل شي؛ تر دې به سخت مجازات شي.
نوموړي وويل، چې په ياد بازار کې يې د يو هټيوال هټۍ له دې امله چې له مشتريانو يې کلدارې اخيستې او لابر اتوار، چې د نرخونو لايحې څخه يې سرغړونه کړې وه هم وتړل.
هغه د يادې سيمې د تېلو پمپونو، هټيو لرونکو او مشتريانو باندې غږ وکړ، چې راکړه ورکړه يواځې په افغانيو تر سره کړي او که څوک سرغړونه وکړي، نو د قانون له مخې به مجازات شي.