په ګوشتې ولسوالۍ کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69135
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2020-09-27

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړیدو سره د ګوشتې ولسوالۍ په اکاخیلو سیمه کې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. د اوبو رسولو دغه شبکه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې پروګرام له لوري جوړه شوې چې نږدې درې کیلو متره اوږدوالي ،یوه ژوره څاه ، د اوبو ارتفاعی ذخیره ، د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول او کورونو ته د اوبو د نلونو غځول پکې شامل دی .