په ۲ زره جریبه ځمکه کې د بېلا بېلو مېوه جاتو د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69192
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-01-24

د ننګرهار ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند پروګرامونو په ۷۷ میلیونه افغانیو مالي لګښت په ۲ زره جریبه ځمکه کې د بېلا بېلو مېوه جاتو د نیالګیو کینولو کمپاین د سلواغې په ۵مه د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل، کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي او یو شمېر نورو مسؤلینو له لورې د نیالګیو په کینولو سره پیل شو.
د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، د دې ولایت په پچیراګام، کوز کونړ، کوټ، بټي کوټ، شینوارو، اچین، سپین غر، نازیان، دوربابا، مومندرې، ګوشتې، لعلپورې، کامې، سره رود، دره نور، چپرهار، بهسودو او روداتو ولسوالیو کې یې د ۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ۲ زره جریبه ځمکه کې د ستروسو، غوزانو او شفتالانو د باغونو جوړولو کمپاین پیل کړ چې شاوخوا ۵ سوه باغدرانو ته به باغونه جوړ شي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي د نیالګیو کینولو کمپاین په پرانیسته خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې په راتلوونکې کې به دې ولایت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.