د غلا په تور په ۱۲-۱۲ کاله بند باندې د دوه تنو محکومیدل.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69193
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-01-27


د #ننګرهار ښاري محکمې په یوې علنۍ قضایي غونډه کې دوه تنه د غلا په يوه قضيه کې په۱۲ ـ۱۲کاله تنفيذي بند سزا محکوم کړل او له دوی څخه يو ميل تفنګچه، يو لاسي بم او د غلا د جرم ترسره کولو په نورو جرمي ترلاسه شويو وسايلو د مصادرې حکم وشو او د غلا نور ملګرې یې تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شول، خو پرېکړه وروستۍ نده او تورن د استیناف غوښتنه کولای شي.