نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو ۵۰۰ ملیونه ډالره ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69312

دخبریدو نیټه : 2021-12-01

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او مالي ناورین په اړه د نړۍ ګواښ او خلکو ته د مرستې رسونې لارې چارې. په دغه هېواد کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼ شمېر مرسته کوونکو بنسټونو له زیاتې غوښتنې وروسته اوس نړیوال بانک چې په افغانستان کې د مخکېني جمهوري نظام یو ستر مالي ملاتړی و، غواړي په دې برخه کې لومړی ګام پورته کړي. روېټرز او فرانسې خبري اژانسونو د نړیوال بانک د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې دغه بانک غواړي له افغانستان سره ۵۰۰ ملیونه ډالره بشري مرسته وکړي.