د پنجشېر سلګونه اوسېدونکو د طالبانو پر ضد مظاهره وکړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69319
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-12-27

د پنجشېر سلګونه اوسېدونکو تر بېګا ناوخته د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون خپل اعتراض ته دوام ورکړ.

ددوی په وینا  طالبانو وسله‌والو د یکشنبې په ورځ د محمد اقا په نوم یو ځوان په ډزو وژلی دی.

د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني د معترضینو منځ ته ورغلی و او ډاډ یې ورکړ چې پېښه به څېړل کېږي.

طالبانو که څه هم په پنجشېر کې د زور زیاتي خبره او د ځينو خلکو وژنه رد کړې، خو تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان طالبان په پنجشېر کې په جنګي جنایتونو له هغې ډلې د ملکیانو په وژنه تورن کړي وو