موندني ښيی چي طالبانو دوه ویشت زره دولتي کارکونکي له دندو شړلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69320
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2021-12-27

د طالبانو حکومت  په تیرو څلورو میاشتو کي څه باندي دوه ویشت زره  دولتي کارکونکي له دندو شړلي  او د زرګونو نورو دولتي کارکونکوپر ځای ئې خپل  غیري مسلکي کسان ګمارلي دي ږ

په دې کي د ټاکنو ، شکایاتو ، بشري  کمیسینونو ، د سولي ، پارلماني چارو ، لوړو زده کړو ،عدلیه  ،  دفاع  او کورنیو چارو  د وزارتونو او  د ستري محکمې  یو شمېر قاضیان او د عدلي او قضایي ادارو یو شمېر کار کوونکي شامل دي .


دغه کسان که له یوې خوا  مه خپلو دندو کي مسلکي کسان وو له بلکي خوا ددوی ددندي په لیری کیدو په هیواد کي د بې کاري  د شمیر د زیاتیدو اندیښنه لا هم زیاته کړې

طالبانو چي هر وخت ئې د پنځه سوه زره پخواني دولتي کارکوونکو د پرځای پاته کیدو دعوه کړې  وائې چي  دغه کسان ئې د فساد د مخنیوي  لپاره له دوندو لیری کړي

 

ډیری ددغو کسانو ادعا کوي چي پر حکومت ئې د څلورو میاشتو معاشونه هم پاته دي