یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی افغانستان ته په سفر ځي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69325
جواد
دخبریدو نیټه : 2022-01-17

 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وائې چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو په ځانګړي توګه ناروغانو ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي.

مجاهد افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو پاکستاني رسنیو له هغې ډلې ډان ورځپاڼې تېره ورځ ناوخته د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د جنورۍ په اتلسمه کابل ته ځي