طالبانو دوې مېرمني په ډزو وویښتلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69326
جواد
دخبریدو نیټه : 2022-01-17

د لغمان په مرکز مهترلام کې د پرونۍ پېښې قرباني کورنۍ وايي، طالبانو یې د کورنۍ دوه تنه په ډزو وېشتلي، خو لا یې د دوی پوښتنه هم نه ده کړې.

د دې پېښې په ویډیو کې لیدل کېږي چې په کې یوه مور او لور په وینو لړلې روغتون ته لېږدول کېږي.

په ویډیو کې ادعا کېږي چې پر دې دواړو ښځو یوه طالب وسله‌وال په پاسپورټ مدیریت کې دننه هغه مهال چې دوی بایومټریک ته کتار کې ولاړې وې، ډزې وکړې.

دا دواړه مور او لور اوس د لغمان په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي

په دې ورستیو کي  طالبانو دخلکو په وړاندي له ویشتلو کار اخلي چي ورسته بیا د سهوا نوم ورکول کیږي