نظرپوښتنه ښیی چي ۹۵ سلنه خبریالان خپلواک خبرنسي خپرولای

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69327
راحيله جواد
دخبریدو نیټه : 2022-01-17

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶مه) د خپلې هغې نظرپوښتنې پایلې اعلان کړې چې په کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰ خبریالانو سره خبرې شوې وې.

د دغې نظر پوښتنې پر بنسټ چې انلاین ډول ترسره شوې، څه باندې ۹۵ سلنه پوښتل شوېو خبریالانو ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپلواک ډول معلومات نه شي خپرولی.

دغه نظر پوښتنه کې نېږدې ۹۰ سلنه پوښتلو شوېو خبریالانو ویلي چې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د مشخص قانون د نشتوالي له امله د معلوماتو د راټولولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي