د میانکو بند د جوړېدو چاری عملآ پیل سوې!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69331
راحيله جواد
دخبریدو نیټه : 2022-01-17

په کندهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو د ذخیروي بند د جوړولو کار پیل سو.یاد بند چې بودجه یې ۱۴ میلیونه شاوخوا افغانۍ کیږي د کلیوبیارغوني او پراختیاوزارت له خواورکول کیږي.
د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه میانکو کې د ۱۹۵ مترو په اوږدوالي دا د اوبو يو ذخيروي بند دی چې په جوړېدو سره به له يوې خوا د سیلابونو د تخریباتو مخه ونیول سي. له بلي خوا به د شاوخوا سیمي د ځمکې لاندی اوبه زیاتي سي . د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به ۲۲۱۴ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۹۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.