د المپیک ملي کمیټې د تکواندو رئیس ډاکتر نجيب الله سکندر يې د تښوونکو له منګلو څخه راخلاص شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69332
راحيله جواد
دخبریدو نیټه : 2022-01-17

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، د المپیک ملي کمیټې د تکواندو رئیس ډاکتر نجيب الله سکندر يې د تښوونکو له منګلو څخه راخلاص کړ٠
نوموړى څو ورځې مخکې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې تښتول شوى و٠
 د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې ډاکتر سکندري پرون جمعه ناوخته د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د ا"سلامي امارت"د استخباراتي ځواکونو لخوا د اختطافګرو له منګولو آزاد شو.
د مجاهد په وينا په دې تړاوو ۸ کسان نیول شوي چې له ځینو سره وسلې هم شته.