تر نړیوال جام پورې به ډېر ځوان لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69354
راحيله جواد
دخبریدو نیټه : 2022-03-09

د افغانستان کرکټ بورډ ژمنه کوي چې تر راتلونکي نړیوال جام پورې به ډېر ځوان لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړي.

د کرکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان په یوه ویډیو پیغام کې وویل: "په دې هڅه کې یوو چې تر ۲۰۲۳ پورې یوه پنځه ویشت کسیزه یا دیرش کسیزه ډله جوړه کړو. په همدې ډلې کار وکړو او مخته ولاړ شو."

ټاکل شوې ده چې په دوه زره درویشتم کال کې د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په هند کې ترسره شي.