چین : یوشمیر هیوادو دبهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه راټولېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69355
راحيله جواد
دخبریدو نیټه : 2022-03-09

ټاکل شوې ده چې د روانې مارچ میاشتې په پای کې په چین کې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون د دې غونډې په تړاو په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د چین له غونډې به ښې نتیجې ترلاسه شي.