د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو د یوې پرېکړې هرکلی کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69356

دخبریدو نیټه : 2022-03-09

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو له لوري د دې پرېکړې هرکلی کړی دی چې د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي.

د دې بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب د برخې مشر اتینا رایبورن پرون سې شنبه (د کب ۱۷مه) په یوه بیان کې وویل، په راتلونکو ورځو کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ خبر ډېر ښه خبر دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د وري په میاشت کې به نجونې هم ښوونځيو ته ولاړې شي.

د ماشومانو د ژغورنې د کمېټې په وینا د اوس لپاره شااوخوا اته میلیونه ماشومانې او ماشومان دې ته اړتیا لري چې ملاتړ یې وشي چې ښوونځيو ولاړ شي