د مارچ اتمه : طالبان وائې د ښځو ستونزو رسیدو ته ژمن یو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69358

دخبریدو نیټه : 2022-03-09

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیې کې ټولو ښځو ته د مارچ د اتمې مبارکي ویلې او زیاته کړې ده چې «اسلامي امارت» د افغان ښځو ستونزو رسېدو ته ژمن دی.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: "افغانستان کې اوږدې جګړې ښځې ډیرې زیامنې کړي، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د افغان ښځو ستونزو ته رسیدګي وکړي او افغان ښځو ته د اسلام مبارک دین له لارښوونو او زموږ له منل شوو دودونو په رڼا کې د پتمن او ګټور ژوند  اسانتاوې برابري کړي."

دا په داسي حال  کي ده چي طالبانو په خپل اووه میاشتني حکومت کي تر اوسه لا هم ښځو ته په حکومت کي هیڅ نوعه برخه نده ورکړې