دسيستم برخه System Unit

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8783
ژباړن:ب.بهیر وردګ
دخبریدو نیټه : 2006-08-30


System Unit


د قيمت او تکنالوژۍ له په پام کې نيولو سره د کمپيوټر مهمه برخه د سيستم برخه ده.ټولې چارې لکه د Data اخيستل ،د Data لېږدول،د Dataساتل،په Dataد منطقي او حسابي عملياتو سرته رسول او نور ،د هغو پرزه جاتو په مرسته چې په همدغه برخه کې دي، س ته رسوي .
البته ددې ټولو چارو اصلي کنترولوونکی او سرته رسوونکی CPU ده چې د پراسسر په نامه هم ياديږي.له همدې امله د سيستم ټوله برخه په بازار کې د CPU په نامه ياديږي چې دا اصطلاح د سيستم ټولو برخو ته سمه نه ده.
دکم پيوټر مهم پرزه جات هم په همدې برخه کې ځای په ځای شوي دي.او دا هم ويلای شو چې کمپيوټر اصلاً هم دا برخه ده.پاتې نورې پرزې لکه مانيتور،ليکمن ،موږک او نور د کمپيوټر اړخيز(جانبي) وسايل دي چې د هغوی دنده دData پراسس نه بلکې کمپيوټر ته يواځې د معلوماتو ننه کول او د پايلو ښودل دي.
د سيستم دبرخې د ننه پرزې ټول يو صندوق ته ورته څيز کې چې د شاسي په نامه ياديږي ځای پر ځای شوي دي دا پرزې په لاندې ډول دي:   (راتلونکی لوست ولو ئ!)