د کمپیوټرګړۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8889
ژباړن:ب.بهیر وردګ
دخبریدو نیټه : 2006-09-04

(Clock )


د پراسسر په دننه کې یوه ګړۍ شته چې د نبضونو (Pulses)پواسطه د کمپيوټر د ټولو پرزو چارې هم غږي کوي.
کمپيوټر برسيره پر مرکزي پراسسر د څو فرعي پراسسرونو لرونکی دی.
فرعي پراسسرونه په پرله پسې او دوامداره بڼه نه بلکې په متقطع (وقفه اي) بڼه عم ل کوي ددې متقطع عمل د کنترول لپاره له يوې مرکزي ګړۍ څخه کاراخلي چې له هر فرعي پراسسر سره وصل دی.
ګړۍ د يوه تپيدونکي زړه په څير دی، پراسسر تر هغې ويده وي چې تر څو د ګړۍ تپيدل ورته نه وي راغلي او د ګړۍ د تپيدا له راتګ سره سم له خوبه ويښ او خپله دنده سرته رسوي.
د هر دوراني حرکت په څير، ددوو تپيداؤ تر منځ وخت د دورې په نامه ياديږي او په ثانيه اندازه کېږي.
په يوه ثانيه کې د تپيداؤ شمير د فريکونسي په نامه ياديږي چې په هرتز اندازه کېږي.په حقيقت کې هرتز ددورې معکوس دی    (Hz=1/sec ).
د چټکو پراسسرونو چټکتيا چې په GHz او د ګړۍ چټکتيا چې په MHz اندزه کېږي،دا د پراسسر او د کمپيوټر چټکتيا ټاکي.
پراسسر يوه مسله ګام په ګام حلوي چې ددې ګام په ګام حل س عت هم د ګړۍ د چټکتيا پواسطه ټاکل کېږي.
يوه ګړۍ په حقيقت کې دا ټاکي چې کمپيوټر په کومه چټکتيا یوه مسله حل کړي،د کمپيوټر د ګړۍ هره تپيدا د ماشين د يوه دستور يوه برخه سرته رسوي.هر دستور د ګړۍ يوه يا څو دورو ته اړتيا لري.البته دا شميره د پراسسر له ډول سره تړاو لري.