دخپریدو نیټه : 2006-11-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په کمپیوټر کې د ویروس د شتون نښي نښانې
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
داچې کم
پیوټري ویروس څه شی،څنګه او د طبي ویروس سره څه توپیر لري؟
په دې اړه زه څه ویل نه غواړم ځکه دا ډیرې اوږدې
لیکنې ته اړتیا لري. بلکه دلته درته له تخنیکې پلوه که چیرې ستا سو په کمپیوټر کې ویروس شتون ولری نو څنګه
پوهیدای شۍ چې زما کمپیوټر په ویروس ککړ دی یوڅو اړین ټکي درپه ګوته کوم.
د کمپیوټر ویروس یو ډیر زیا نمن
شی دی.ځکه ډیر ځله د کمپیوټر کارونکي ته د ویروس دشتون معلوما ت نه کیږي او کله چې کارونکی د ویروس په شتون پوه
شي نو وخت له وخته تیروي او ویروس خپل کار کړی وي.داسې ډیرې نښې نښانې شته چې له پلوه یی تا سې په کمپیوټر کې د وی
وس دشتون شک کولای شی. لاندینۍ نښې نښا نې اړینه نه ده چې خا مخا به دویروس له شتون نه پیدا شوې وي، ځکه داسې نور
یر عوامل هم شته چې په کمپیوټر کې دا راز نښې نښانې رامنځته کړي. مګر که چیرې تا سو په خپل کمپیوټر کې یوه هم له
دغو لاندینیو نښو څخه ومونده نو ښه به دا وي چې دیوه ښه Antivirus پوستکالي(سا فټ ویر) په مټ خپل کمپیوټرScan کړۍ. نوم
وړې نښا نې په لاندې ډول دي:
۱- ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په
ورځ کمیږي:
ددې لپاره ویروس خپل ځانReplicate (دځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي.) کړي په کم
پیوټر کې د Exe یا Com فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د
نوموړو یادو شویو فایلونو میچ(size) ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس
که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي نودنوموړي ویروس د وار په وارReplication څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکم
ښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د CAD روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د Graphics لپاره کارونکي
پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل
کمپوټر با ندې د Antivirus پوستکالی وچلوۍ.
۲- د هارډسک Activity LED بې له کوم سببه پړکید
:
ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې Activity د فعا لیت اوLED د
Light Emitting Diode په مانا دی. چې د رڼا
ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو.
ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان
سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروګرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا
مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک Activity LED با ید وپړکیږي یا
نې Flashing با ید وکړي. مګر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسکActivity LED په
وار وار پړکیږي نو ګمان کیږي چې ویروس Replication پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم دAntivirus دپوستکالي چلول اړین
بریښي.
۳- کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ(Slow ) کیږي:
که چیرې تا سوفکر کوی چې
کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې Boot کیدلو او اوس ډیر ځنډ با
سي تر څو Boot شي او یا هم که چیرې ستا سو د Ms-Word پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا
انیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او
ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي.
۴- بې له کوم سببه د فایلونو خ
ابیدل او یا هم له منځه تلل:
په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي ح
تی که چیرې په هارډیسک کې Bad Sector هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه
ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده
خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خو
ازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.
۵- ډیر ځله
کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang):
ډیر هغه پوستکا لي چې دBags لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د Mother
Boardا و یا Memory دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر
په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.