عبدالله احسان - هالنډ
پر شعر او شاعرې خورا ډېر ليکوال ، اديبان او شاعران ږغيدلي دي ، زه به مو دلته په دې خبرو وخت نه ضايع کوم البته پر شعر او شاعرې د څه ويلو يا ليکلو حق هم نه لرم ، مګر دا نو په زغرده ويلای سم چي د هغو شاعرانو په کتار کي چي ( تر اوسه يې شعرونه زما ترګوتو رسيدلي ) او پيژنم يې دښاغلي جهاني ، ښاغلي دروېش دراني او کاروان صاحب د نومونو تر څنګ مي هرو مرو د ځوان او پياوړي شاعر ښاغلي عبدالغفور لېوال نوم او د شعر بېلګي سترګو ته دريږي . دا چي نومونه يې يادسوه درې واړه هغه شاعران دي چي که يې څوک شعر لولي يا اوري او ځان ټينګ نه کړې نو ويني به يې پرجوش راځي ،باڼه به يې لنديږي او . . .
څرنګه چي د ښاغلي ليوال صاحب ( نــــه ، تــــه مي ، هېـــــــره نـــــه وې ) کتاب دافغانستان څخه بهر هم په زيات شمېر مينه وال لري خو ټولو بهرمېشتو هيوادوالو ته په چاپي بڼه رسيدلئ نه دئ نو بېنواويبپاڼي وپتېيله چي نوموړې شعري ټولګه دګرانو لوستونکو او دلېوال صاحب د شعر د مينه والو ته وړاندي کړي . په دې کار کي د ښاغلي لېوال صاحب د همکاريو څخه مننه کوم .
تاسو کولائ سئ ( نــــه ، تــــه مي ، هېـــــــره نـــــه وې) شعري ټولګه ددې کرښي يا لاندني عکس په کليک کولو ولولئ يا يې خپل کمپيوټر ته کښته کړئ .