مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-05-17   مخپرونکئ : عُمر واحديار

بېنوافرهنګي ټولني دوه نوي کتابونه چاپ او خپاره کړه

بېنواويبپاڼه - کندهار

د ځوان ژورناليست، شاعر او ليكوال نذير سهار د ((خبر څنګه وليكو؟)) اثر چاپ سو.

كتاب د افغانستان د ژورناليزم مخكښانو او ژورناليستانو ته ډالۍ سوى د .

د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد پوهيالي شفيق وردګ ورباندي سريزه كښلې ده. د ښاغلي سهار زيار او هڅي يې ستايلي دي او د نوموړي دغه كتاب يې د افغان ژورناليستانو او د ژو ناليزم د پوهنځيو محصلينو ته يو ارزښتناك اثر ګڼلى دى.

ښاغلي سهار تر دې دمخه د ((مركه څنګه وكړو؟)) په نوم يو بل ګټوراثر هم پښتو ژبي ته وړاندي كړى دى. او ((خبر څنګه وليكو؟)) يې دوهم ژورنالستيك اثر دى چي په ناروې كي د يوه افغان محصل ښاغلي پامير شانصب په مالي لګښت په كندهار كي د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپرېږي.

 

                             

همدارنګه بېنوا فرهنګي ټولني د ښاغلي سهار د كتاب ترڅنګ د ((ډېري تندي، تش جامونه)) په نوم يوه شعري ټولګه هم چاپ كړې ده.

((ډېري تندي، تش جامونه)) د كندهار د ځوان شاعر او د هيواد ادبي ټولني د م ر واصل حسنيار دوهمه شعري ټولګه ده، چي د هيواد او سيمي نوموتي پوهاند علامه رشاد (رح) سپېڅلي اروا ته يې ډالۍ كړى دى.

 

                           

 ددې او داسي نورو کتابونو د ترلاسه کولو له پاره پر دې پته برېښناليک راولېږئ   ehsan@benawa.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery