مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-07-02   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

له شيطان سره مركه

ژباړن: امين الله عادل

ليكوال: عايض القرني
 د تورې شپې په اوږدو كې مې له شيطان سره م ركه شوه، د سهار د لمانځه اذان وشو ورته ور ته ومې ويل: د لمانځه وخت شو بايد جومات ته لاړ شم.
ويل يې پرېوځه لا په اوږده ده!! 
- فرض لمونځ به را نه پاتې شي
ويل يې: هر څه دومره سخت مه نيسه! (پدې كې د لمانځه وخت تېر او لمر را وخوت) خير دى شپې او ورځې خو ډېرې دي!
بيا ذكر كولو ته را پاڅېدم، نو شيطان مې ذهن په فكرونو كې مشغول كړ.
ما ورته ويل: له دعا دې و ايستم
ويل يې بېګا به يې وكړې
هڅه مې وكړه، چې توبه وباسم، ويل يې له ځوانۍ خوند واخله!
ما ويل: له مرګ څخه وېرېږم
- ته پيدا شوى نه يې بيا دې مرګ په فكر كې شوې!
هڅه مې وكړه، چې تلاوت وكړم
يطان ويل: سندرې واوره! سندرې د روح غذا ده...
ما ويل: موسيقي حرامه ده
شيطان: نه، ځينو علماوو روا بللې ده!
په دې كې ډېر حديثونه راغلي
شيطان ويل: دا ټول ضعيف دي!
- په لار كې له ښايسته ښځې سره مخ شوم، ژر مې سترګې كښته واچولې، ما ويل پدې كې خطر دى.
شيطان ويل: په ښايست كې فكر وكړه، فكر كول خو حلال دي.
- بيا مې بل سړى په ناوړه كار وليد، ويل مې راځه چې نصيحت ورته وكړم،
شيطان ويل ځان ته بلا مه را ويښوه
ما ويل: په نصيحت كې خو د خلكو خير دى!
نه، بيا به مشهور شې او شهرت د هر فساد سر دى
بيا مې ورته ويل چې ته زموږ په علماوو او نورو پخوانيو خلكو كې څه وايې؟
- وايه كوم دې مطلب دي؟
- احمد بن حنبل؟
- هغه زما غټ دښمن دى، چې خلكو ته يې په قرآن او سنتو د عمل كولو نصيحت كړى
- په بخاري كې څه وايې؟
- هغه مې په خپل كتاب (بخاري شريف) سره كور ړنګ كړى دى!

- په فرعون كې څه وايې؟
- له هغه سره زموږ مرسته او ملاتړ وو
- په ابوجهل كې څه وايې؟
- زموږ او د هغه وروري وه
- ابو لهب كې څه وايې؟
- زموږ د بنډار ملګرى وو
- لېلېن كې څنګه بولې؟
- آه، هغه زموږ ورور وو، ستالين مو هم ورسره ملګرى كړى وو
- پدې فاسدو خپرونوكې څه وايې؟
- دا زموږ شريعت دى
- ډېش كې څه وايې؟
- له خلكو نه پرې وحشيان جوړوو!
- پدې كلبونو او د ساتېريو په ځايونو كې مو هدف څه دى؟
- دا خو زموږ روزنيز كورسونه دي، خلكو ته د نارواوو چلونه ښه يو.
- ښه، ستاسې ذكر څه شى دى؟
- موسيقي
- كار مو څه دى؟
- د هيلو او آرزو ګانو وېشل
- دا بازارونه څنګه بولې؟
- دا زم وږ د ملګرو پنډغالى دى!
- تاسې څنګه خلك له لارې باسئ؟
-   په خوندونو، ساتېريو، هيلو او ارزو ګانو كې يې ډوبوو.
- ښځې څنګه تېر باسئ؟
- بربنډوالي ته يې رابولو، د ښايست د څرګندويۍ بلنه وركوو، له خپلو رواجي كارونو څخه د ستړيا احساس وركوو. 
- دا علما څنګه بې لارې كوئ؟
- د ځان ښكاره كولو، تكبر، پر ځان م ينتوب، له شتمنو سره كينې كولو او طمع كولو په دام كې يې را ښكېل كوو!
- عام خلك څنګه له لارې باسئ؟
- د هغوى لپاره غيبت، چغلي، نيت بدي او بې ګټې وخت تېرول مناسب حل دى
- دا تجاران او سوداګر بيا څنګه كوئ؟
-  هغوى ته وايو، سود وخورئ، خير او خيرات مه كوئ او پر خپل ځان ښه مصرف كوئ چې هم د ژوند په خوند پوهه شئ او هم تر بل تجار مخكې شئ!
- دا ځوانان څنګه كوئ؟
- مينه، عشق، تكبر، د نورو ټيټ ګڼل، هيلې او اميدونه وركول او حرامو ته هڅول يې ښه دوا ده.
- په عام ډول د مسلمانانو په هكله څه واياست؟
- له دين څخه مو لرې كړي، د نېكمرغۍ او سعادت لاره مو ورته اغزنه كړېده، خو لا كار پاتې دى
- دا سېكولرېزم او غربي ديموكراسي څنګه بو ئ؟
- دا زموږ مذهب دى، په ټوله نړۍ كې يې برلاسي غواړو
-  دي اسراييلو او د هغو د ملګرو په هكله څه واياست؟
- د دوستانو او ملګرو نوم لږ په احترام اخله! او ګوره چې غيبت او څه تهمت پسې و نه تړې!
- وا نګټن څنګه بولې
- هلته مې ورور اوسېږي.
- دا ځينې د حق ويونكي، دين ته را بلونكي او پاك مسلمانان څنګه بولې؟
- اخ، دغو زما ورځ ترخه كړې ده او كه نه نو ولې به دومره ستړى وم.
- دا څوك چې شراب څښي، نور ناروا كارونه كوي، ته څه احساس كوې؟
- دوى دې ژوندي وي، همدوى دي، چې زما روح ته خوشالي ور بښي!
- خو ګوره چا چې ستا منلې هلاك شوي دي؟!
- چوپ، بازار مه را خرابوه!
- له چا سره مينه لرې؟
- هر څوك چې له خپل خداى نه سرغړونه كوي، بس زما جانان دى!
- له چا كركه كوې؟
- څوك چې جومات ته ځي، څوك چې لمونځ كوي، څوك چې زما خبره نه مني، ددوى وينو څښلو ته تيار يم.
- پر تا دې لعنت وي
- خير، ګورو به! زما دې هم وخت را ضايع كړ!!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery