دخپریدو نیټه : 2007-08-05 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
بې بويه ګل
امين الله عادل
دا ګل د لويې سرۍ په سر كې وو، هره ورځ به ماشومان ورتلل له سرۍ څخه به يې
غوړېدلي ګلان را شكول، خو دغه ګل ته د هېچا لاس نه رسېده، چا به اوږد لرګى ورته راووړ او چا به په ډبرو ويشت، خو
دا ګل هماغسې پر خپل ځاى وو، ډېر وخت پرې تېر شو، ګل هماغسې غوړېدلى ښكارېده، خلكو به ويل، چې په دې ګل كې خامخا څه
كمال شته، دا څنګه ګل دى، چې دومره وپايېده! بې بويه ګل د خلكو په هر بنډار كې ځان ته ځاى پيدا كړ، چا د سرۍ ملك با
ه، چا يې پاچا باله او ډېرو خو بې كماله نه باله، د سرۍ نورو ګلانو چې د خلكو سترګو ته كتل چې يوازې همغه ګل ته م
توجه دي، نو هسې يې په زړه كې كينه ورسره پيدا شوه، په هغه يې ډول ډول نومونه كېښودل، ټولو ګلانو په يوه خوله
نوموړى بې ګټې او بې بويه ګل باله، بلكې ځانونه يې د سرۍ تازه، ښكلي بوى لرونكي او خوښۍ بښونكي ګلان بلل او تل به
يې هڅه كوله، چې ځانونه ډېر تازه او غوړېدلي وښيي.
وچكالۍ د بې بويه ګل له بخت سره نوره مرسته وكړه، ځكه نوموړې
سرۍ د لويېدو پرځاى نوره هم بوچۍ شوه او نوموړى ګل يې لا سر ته راغى او بل داسې ګل پكې را ونه ټوكېده، چې د بې بويه
ګل سيالي وكړي.
پخوا كه خلك د ګلانو د شكولو لپاره راتلل، نو اوس يې يوازې ليدو ته راتلل، د همغه ګل په درناوي
يې ټوله سرۍ محترمه ګڼله او يو ګل يې هم نه ترې شكولو.
ورو ورو نور ګلان هم پوهه شول، چې د نوموړي ګل په وجود سره
ددوى عمر هم زيات شو، پخوا به ماشومانو دا ګلان شكول، خو اوس يې په ډېره مينه يوازې تماشه كوي، بلكي هرڅوك يې
سيل كوي او ددوى په ښكلي بوى خپل زړونه او ارواوې خوشاله كوي. ټولو ګلانو ته دا څرګنده شوه، چې د هغمه ګل په
وجود سره دوى او ټوله سرۍ محترمه شوه.
پدې پوهه شول، چې پاچا او محترم هغه څوك نه دى، چې خپل ځان پاچا او محترم
وبولي، بلكي محترم او پاچا هغه دى، چې نور يې محترم او پاچا وبولي، بله دا چې پاچايي دا نه ده، چې څوك دې مشر وي،
بلكي پاچايي دا ده، چې خوشاله ژوند ولرې، نو زموږ ژوند خو اوس ښه شوى دى، نو ټولو په يوه غږ ويل، چې دا زموږ د س
ۍ پاچا دى او هېڅ وخت دې خداى زموږ سرۍ نه بې پاچا كوي!!