مرګیه! که زما بڼ د ژوند په شیرینو ښکلاوو مالامال او د خوځیدو بهیر یې په طبیعي توګه پر مخ ولاړ شي نو تا ته څه تاوان رسیږي؟ که دلته ښکلاوې له خپلو ښایستونو سره څنګ په څنګ لوبیږي، که دلته د بلبل او بوار په ځالګیو باندې د موسکا وږمې میلمنې وي، که دلته د سهار په سپینه غیږه کې هر یو ګلاب د نوي ګهیځ سره په خپلو ګلابي جامو کې د لیدونکو زوړنه خوشحاله کوي نو تو خدای د داسې یوې منظرې نابودي دې لوریږي؟
مرګیه! که زما د بڼ ګلونه خوښ وي، تازه وي، سمسور وي، د خپلې ښکلا ننداره کوي، د عطرو د خورولو په مستیو کې لوبیږي، ستا له ظالم توپان څخه په امان او بڼ ته یې ګلورینې جامې پوښلې وي نو ته څه فکر کوې چې ستا به هم داسې یو منظر خوښ نه شي؟
مرګیه خداې دې بیخ وباسه، ملا دې بوټه ماته شه، بده ورځ دې په برخه او زړه دې داسې ټوکر ټوکر شه لکه زما د زړګي مراندې دې چې را پرې کړې دي.
مرګیه آیا ستا زړه لا اوس هم یخ شوی نه دی؟ آیا د دې بڼ د زرګونو ګلانو د جنازو له باریدو څخه تا ته کومه ګټه رسیږي؟ آیا د نورو په ورانیدو سره ستا کوم کور آبادیږي او یا د نورو په نابودۍ کې تا ته کومه لاسته راوړنه په لاس درځي؟ آیا زما د بڼ د ښکلاوو مرګ دې په داسې ډول لوریږي چې هرې خواته یې ماتې څانګې، هر لوري ته یې کریږې او په هره سلګۍ کې بې شمیره اسویلو او آهونو ځای نیولی دی؟ مه کوه او لږ په خپلو کړو وړو کې تجدید نظر وکړه؟
مرګیه: زه خو وایم راځه یو ځلې بیا فکر وکړه چې د مرګ په ځای ژوند ښه دی، د نابودۍ په ځای آبادي ښه ده، د ورانولو په ځای خوښي ښه ده او د تورتم په ځای د وړانګو ښکلی او رنګین صنم ښه دی.
مرګیه! ستا دې قسم په ذوالجلال وي چې آیا د تورتم په زیاتوالي کې دې کومه ګټه شته؟ د غمونو په لویوالې کې به تا ته کومه ډالۍ په برخه شي؟ د ناتار په بړبوکیو کې به تا ته د خپلې موخې کوم یو مرام لاسته درشي؟ زه خو وایم چې راځه فکر وکړه، نور نو د دې سمسورو ګلونو له ځورولو تیر شه او که داسې نه کوې نو یقین مو وشه داسې وخت راتلونکی دی چې بیا به د پښیمانۍ اوښکې کومه ګټه و نه لري.
مرګیه د خدای روی مې در وړی دی نور مو پریږده چې د خپلو ټپونو مرهم وکړو، خپلو اسویلو ته د ډاډ او دلاسینې الفاظ پیدا کړو، د خپلې ژړا، ویر او ماتم سوو سوو کریږو ته د سوال په دربار کې د تم کیدو ځای و مومو. نور مو پریږده او نور مو پریږده.
کابل ۴ چنګاښ ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۵ جون ۲۰۰۷ میلادي