مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-08   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

ورورته يوليک

عبدالله الهام جمالزی

زماګرانه اوخوږه وروره !
 يوه ورځ راتلونکې ده چې وبه وايې داڅومره عمروو اوڅومره ژرتيرشويدی . ګرانه داسې يوه ورځ راتلونکې ده چې دځوانۍ دوختونوپه يادکې به لوېږې ، ګرانه داسې يوه ورځ هم راتلونکې ده چې فکربه کوې چې که دنيادخوندلپاره وه ماخوخوندونه ترې وانه خيستل ، ګرانه داسې شېبه هم راتلونکې ده چې دوه ورځې وروسته به له هغه شېبې له دې دنياڅخه ځې دتل لپاره به ځې بيابه نه راګرځيدونکی وې داخرځل لپاره به سترګې تړې !! داسې شېبه هم راتلونکې ده چې په خپلوټولو ګرځيدنو به پېښمانه کېږې  اروپا،امريکا .... نوربه دې له پامه بدېږې . خپله خاوره به دمچي کولوته حده درته ګرانيږی خوله دې خاورې به هم ځې داتوان به هم له لاسه ورکوې چې زه په کومه خاوره کې پروت يم ... 
 كه لږځيرشو :
ګرانه ! كه ځيرشو ! نوپدې به وپوهېږوچې وخت تېرېدونكی دى اوژونداوژوندي پاتې كېدل هم په وخت پورې تړلي دي . وخت تم كېدونكی ندى ژوندراګرځېدونكی ندى . كه پدې وپوهېږونوژوندبه دڅه لپاره وي . يواځې وخت تېرول ؟ يواځې كله خوښ كله خپه كله كامياب اوكله ناكام يواځې كله شوركله چوپتياكله هستي كله نيستي كله په بل تېرۍ اوظلم كله خپله مظلوم پاتېدل ، كله زور او كله بې وسي يواځې دهمدې لپاره پيداشوي يوچې كله ځان ته ځيرشواوكله هم ځان ورك كړو كله هم هوښياراوكله هم تېروتنې اوپښېمانۍ كله هم ريښتيا اوكله هم درواغ كله هم ګټه كله هم تاوان كله هم غم كله هم ښادي كله هم هوس ، مستي اوبې پروايي كله هم پښېماني اوتوبه ... كه لږنورځيرشو...
څه چې بايدوكړوهغه څه كله وكړو...
هغه څه چې بايدوشي كه ونشي نوبيابه څنګه كېږي اياپه ژوندكې تغيرراتلاۍ شي آيابيابه وشي كه وشي داسې به مهم وي اوكه هغه وخت چې بايدشوي واۍ . آياهغه څه چې بايدوشي موږيې پېژنوهغه څه چېرته دي له كوموپردوهاخواته دي ولې يې نشوليدلاۍ ولې يې نشودرك كولاۍ .
آياهغه څه چې كېږي زموږدي ؟ زموږلپاره دي ؟ اغېزبه يې په موږوي ؟ بدلون به يې موږته رسېږي . اوګټه اوتاوان به يې زموږوي ؟ ژربه وي كه وروسته ؟ ولې ټوله ګټه نده تاوان پكې له كومه راځي اوبياهم موږملامت يو ؟ كه هغه كارچې كېده موږونه كړاوس كېداۍ شي ؟، ګټه يې هغه وخت زياته وه كه اوس ؟ تاوان هغه وخت زيات ووكه اوس ؟. بالاخره ... ګټه غواړوكه تاوان ؟
كه لږنورهم ځيرشې ! :
چې بوخت يې كه نه ؟ ...
اوس چې څه كوو دازموږوخت نيسي ؟اوكه ددې كارتراخره وخت موږته معطل دۍ؟ آياوخت دې كارته چې اوس اخته يوارزښت وركوي ؟. آياداكارچې موږپرې اخته يولمړني كسان يو چې سرته يې رسوو؟ . آيابل هم څوك داسې كاركوي ؟ همداكارچاته اهميت لري ؟ماته كه تاته ؟همدا اوس زه فكركوم چې مالومه نده ولې نده مالومه ؟ ځكه زه هم بوخت يم ...
داكارولې كړم ؟ دچالپاره يې كړم ؟ ګټه لري كه تاوان ؟ اوبالاخره ښه كاردى كه بد اوولې ؟
كه لږنورهم ځيرشې!!:
په راتلونكي كې كوم كارونه كوې؟.
دهغه كارونوپه اړه چې سباته يې كووخبريو؟ كوم كارونه دي له تېروڅوورځوڅخه څنګه مالومېږي چې سباته به څنګه كارونه وكړو. اوهمدانن همدااوس څه كاركوولدې مالومېدلاۍ شي چې سباته به كوم كارونه وكړومخكې مې هم دې سباورځې په اړه فكركړۍ وو؟. دهمدې سباورځې په اړه چې سباراځي ماڅه فكركاوه ...
سباته به كوم كارونه وكړم ماته ګټه لري كنه ؟ ګټه يې چاته رسېږي ؟. كه ماته نه رسېږي ولې ؟  اوداكارونه به ټول ښه وي ؟ آياداكارونه به ښې پايلې لري كه بدې؟ آياداسې كارهم شته چې نه ښې پايلې ولري نه بدې ايادوخت تېرېدل په بدوپايلوكې شمېرو؟.
يوه ورځ تلويزيون ته ناست وو يومستند فلم خپرېدلو يوامريکايي سناتور يې ښودلوچې خپل زوی ته ېې ويل : زويه نن دوشنبه ده کارنلرې ؟ زوی يې ورته ويل نه پلاره نن رخصت يم ؛ پلاريې ورته وويل : په ځمکه ګرځيدل اوکارلکه چې کاردرته نه ښکاري اوځمکه دژوندلپاره پيداشوېده اوژوند رخصت نلري اوچاته معطل کيږي نه چې ځه نن به زه درته معطل شم ته يوه پېړۍ وروسته بياژوند وکړه .
ګوره ! ځيرشه چې : پايله ژرلاسته راځي كه پس كارونه مې څرنګه دي ؟ سخت دي اسانه دي ؟ لږستونزې لري كه ډېرې ؟ په لاسونواوپښو يې ترسره كولاى شوكه څرنګه ... كه بدې پايلې ولري خپه به نشواووروسته لدې چې خپه شوڅه كولاى شواوڅه بايدوكړو ؟. كه خوښ شوښه خوښ شو، ډېرخوښ شونوبيابه څه احساس كوو؟ . آيابل فكرهم لدې فكرونوسره شته په كوموفكرونوچې سباته موږكارونه ترسره كوو؟
هغه فكرڅه شى دى آياپه هغه فكرچې دښې اوبدې پايلې په اړه ېې لرواغېزكولاۍ شي ؟ ولې يې كوي داداغېزې توان دې فكرله كومه كړېدۍ اوآياكه زموږخوښي له بريده زياته شي نو دنوموړي فكرپه بنسټ به بل څه پېښ نشي ؟. كه پېښېږي نودابه په كارپورې اړه ولري؟ . زموږ راتلونكي ته به هم متوجه وي ؟ په راتلونكي به موڅومره اغېزه وكړي . آيامخكې هم له داسې فكرسره مخ شوي وو؟ هغه وخت يې پايلې څنګه وې . په ښويې اغېزه زياته وه كه په بدو .
اوله سباكارونوسره به تړاوولري . ورته نږدې به وي . څومره به ورته نږدې وي . كه سباته داكارونه ونه كړو نوڅه به پېښ شي ؟ اوداشيان به ولې پېښېږي ؟ كه موږېې په اړه فكرونه كړو بياهم پېښېدلاى شي اوڅنګه به پېښېږي . موږبه خبروو؟ همدااوس كه دپېښې وخت ته نږدې اويادپېښې له پېښېدوسره سم . همدااوس موږفكركولاى شوچې پېښه به زموږپه ګټه وي كه په تاوان ؟ كه په ګټه نه وي موږيې مخه نيولى شو؟...
دسباورځې كارونه به دچالپاره كوو؟ دځان لپاره ؟ ولې دځان لپاره ؟ مسؤليت پېژنو؟ دځان په اړه هم مالومات لروچې ولې داټول كارونه دځان لپاره ؟ آياچامجبوركړي يو چې ټول كارونه دځان لپاره وكړو . نوموړي كارونه به ښه كارونه وي كه بد اوښه كارونه لكه چې څنګه كارونه وي ښه به وي . په راتلونكې به اغېزوكړي . اياغواړوپه راتلونكي موهم اغېزوكړي ؟ كه ونه غواړومخه يې نېولى شو؟ كه موږيې مخه نشونيولۍ داولې ؟ په موږكې كمۍ دى ؟ نه غواړوچې مخه يې ونيسو نوولې نه توانېږو چې مخه يې ونيسو؟ دادچاكارونه دي چې موږيو كارنه غواړوچې وشي هغه پخپله كېږي ؟ اياهمداسې پېښه تراوسه شوېده ؟ هغه وخت كې مو څه فكركاوه چې ولې وشول ؟ هغه پېښې موپه راتلونكي اغېزكړۍ وو ؟ كه بياتكرارشي زه يې مخه نيولۍ شم ؟. كه وغواړې له پېښې خبرشې نوڅه كارونه مخكې له مخكې كولاى شې ؟.
كه سباورځ يوه پېښه ونه شي نوته به داخبره ومنې چې نن پېښه ونه شوه اوهېڅ پېښ نه شول ؟ ولې پېښ نه شول ؟ آياماغوښتل چې پېښ نه شي ؟ بيابه خوښ وم كه خپه كه خپه وم نوڅه كولاى شم . خوداورځ تېرېدل اوژوندي پاتې كېدل په ځمكه ګرځېدل خبرې خوراك ... پېښې نه وي نودخبريالانوپېښې پېښې دي اوبس كه داسې نه وي نو دسباورځې كارونه به ښې پېښې وي اوكه بدې . اوپدې ښه توب اوبدتوب كې به چاته خوښېږواوله چابه مرسته غواړو اوكومې ګټې اوكوم تاوانونه به لري .
اوداټول به دچالپاره وي . ګټوربه وي كه نه به وي؟ . ريښتيابه وي كنه؟ . اوبالاخره موږپدې پوهېږوچې څرنګه له ژونداوبيالدې پېښوسره مخ كېدونكي يو؟ ، له کوموڅيزونوڅخه ګټه اخيستلای شوله کوموڅخه نه ، له کومو خونداخيستلای شو له کوموڅخه کوم خوندونه موږته په ګټه دي کوم ندي ... اوبلاخره ګوره ښه ځيرشه چې په کوم څه باندې ستا دخلقت خالق خوښيږي اوڅرنګه دې پايلې ته رسېدلای شې چې ژونددڅه لپاره ژوندي پاتې کيدل ښه دي اوکه ژوند !!!!
ژوندي پاتې کيدل ښه دي اوکه ژوند کول ....
ګرانه هغه رازونه پيداکړه چې ستا دخلقت رازونه پکې په پټه خوله ګويان دي .
ګرانه دهغه چادخوښۍ لپاره هڅه وکړه چې تاته يې دژوندي پاتې کيدلواوژوند کولو توان بخښلی دی او ددې دواړو دتفکيک اوله هغوی نه دخوند اخيستلوتوان يې درکړی دی
ګوره ګرانه هغه وخت درپه يادکړه چې نوردنو ژوندته څومره تمه نه وي پاتې اوپدې فکرکې لوېږې چې خدايه زه هم ژوندی وم اودومره کاله عمرمې وکړ خوڅه مې وکړل ..... څه مې وکړل ...... ايرانيان وايي : هنوز هم هنوزاست
يعنې اوس هم اوس دی
ګرانه ترليدودې
ستا ورور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery