دخپریدو نیټه : 2007-08-08 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
بنګړي
عبدالرحمن عرب زی
بنګړي
له ما يي دبنګړي غوښتنه وکړه ؛
بازار ته لاړم او يوه ښه او ښايسته جوړه بنګړي مي ورته را ونيول ؛
دهغې چې بنګړي ډېر خوښيدل بيا هم زما پر لاس راوړل شوو بنګړو و نه شو کولای چې هغه مټې ښکل کړي دبنګړو له ور رسېدو دمخه ؛
هاغه لاسونه خاورې شوي وو .