د روهي ادبي بهير ۷۲ يمه اونيزه غونډه د خپلواكۍ ۸۸يمي كليزي ته ځانګړې سوې وه،
چي د زمري پر ۲۵مه، ماپښين پر ۵ بجې په كندهار كي د افغان علمي او كلتوري مركز په
انګړ كي سرته ورسېده.
تر قراني
مباركو اياتو اورولو وروسته ټول ګډون كوونكي د ملي سرود لپاره ولاړ سو
.
د غونډي پرانيستونكې وينا د بېنوا فرهنګي ټولني
مشر عبدالاحمد محمديار وكړه، د نوموړي د اوږدو خبرو مزكزي ټكى دا و چي جګړه مو كړې، خپلواكي مو ګټلې خو موږ او
جګړه سره پاته سوي يو او ګټي يې پرديو هيوادو ته تللي، همدارنګه ښاغلي محمديار وويل چي موږ خپلواكي لمانځو خو
بيا هم په كي شكي يو چي ازاد نه يو او تر استعمار لاندي يو، ده وويل چي موږ كه په هر
ول حالت كي هم يو نو د خپلواكۍ لمانځنه به كو ځكه چي ډيري قربانۍ باندي وركړل سوي دي، نوموړي غوښتنه وكړه چي
بايد په دې پوه سو چي ولي جګړه موږ كو او ګټي يې نور وړي، ده زياته كړه چي په دې اړه ژور فكر په كار دى چي څه ډول
كولاى سو خپلواكي وګټو او څه ډول يې وساتو.
د غونډي مشر حيات الله رفيقي هم ښاغلي محمديار ته ورته نظر لرى، خو دا يې هم وويل چي
هله به خپلواكي ګټو چي ځوانان له كتاب او قلم سره بلد سي، كه نه نو دا لوبه به روانه وي چي د جګړې تاوان زموږ او
ګټي يې د نورو، ښاغلي رفيقي زياته كړه چي خپلواكي نه لروتش په نامه مباركۍ وايو.
د غونډي مېلمه نجيب الله هوتكي ددې خپلواكۍ د قربانيانو ارواو ته د دعا لېږلو تر
څنګ وويل چي اسلام د خپلواكۍ خوښونكى دين دى، د ښاغلي هوتكي په خبر چي په قران كريم كي هم دا بحث راغلى چي اې
خدايه يوازي تاته سر ټيټو او له تا مستقيمه لاره غواړو نه له بل چا .
د غونډي
بل مېلمه نورنواز پياوړي بيا پر ځوانانو ږغ وكړ چي سياسي فكر پيدا كړي او پراخه مطالعه وكړي تر څو له هر حاله
خبر سي.
د غونډي يو بل مېلمه د كندهار د ولايتي شورا منشي بسم الله افغانمل و،
نوموړي په خپلو خبرو كي د وروستيو بدو ناخوالو تر څنګ وويل چي دښمن مو مات كړى، خپ
واكي مو ځني ګټلې خو ګټه يې افغان ولس ته نه ده كړې، همدارنګه نوموړي وويل چي اوسنۍ جګړه په توره او توپك نه ګټل
كېږي بلكي په يووالي ګټل كېږي،ښاغلي افغانمل زياته كړه چي نړۍ په بېلابيلوجګړو كي ځكه
له افغانانو سره مرسته كړې چي خپل مقابل لورى يې په بل ډول نسواى ماتولاى خو په
افغانانو كي يې دا توان ليدى چي خپل دښمن په مات كړي او په پاى كي به يې افغانان او تاوان سره پر ايښي او ګټي يې ورسره وړي..
تر دې وروسته مشاعره پيل سوه چي
ډيرو كسانو په كي شعرونه واورول.
د غونډي په پاى
كي د غونډي كوربه غلام سخي نوريوال ته د غونډي ارزوني لپاره بلنه وركړل سوه، نوموړي له ټولو ملګرو په دې مننه
وكړه چي په دې ځانګړې غونډه كي يې ګډون وكړى،هيله يې دا وه چي بايد دا ډول غونډي نوري هم جوړي سي او زياته يې كړه چي په اوس مهال كي د دا ډول غونډو جوړول اړين دي.
د
غونډي په اوږدو كي له اراكوزيا افغان اعلاناتو، كندهار تلوېزيون، افغان علمي او كلتوري مركز او ټولو هغو ملګرو څخه مننه وسوه چي ددې غونډي په جوړولو كي يې مرسته كړې او زيار يې ګاللى
و.
همدارنګه د غونډي په جريان كي د كندهار نندارې د غړو ولي جان ابراهيمي،
عبدالغني ګلپال ، احمد شاه سايل او نعمت الله حبيبزي له خوا دوې ډرامې نندارې ته وړاندي سوې، د يادوني وړ ده چي
د بهير له خوا د نيكمرغه كس په نوم ځينو ګډونوالو ته جايزې هم وركړل سوې
د
غونډي نور مېلمانه مهدي خليق، زرمينه خالقي، سيلۍ او څېړۍ وه، غونډي ته ټول ۷۹ كسان راغلي وه چي پر ۹:۳۳ په دعا
ويلو پاى ته ورسېده.
فون:0093 700316506
Email: mukhtar_entiqam@yahoo.com