دخپل وجود له تل څخه تاته نارې وهو ، نو اې آزادۍ لږ خو مونږته هم غوږ ونیسه ؛ د دې ظلم خانې له څنډو څخه مو ستا په لور لاسونه اوږده کړي دي نو زمونږ مرستې ته راودانګه .
د خپل ژوندون په کنګلونو او واورو د پاسه تاته په سجده پراته یو ، نو په مونږ رحم وکړه .
اوس ستا د برمه ډک عرش په وړاندې ولاړ یو له ځانو نو څخه مو د پلرونو په وینو لړلې جامې تاو کړې ، ويښتان مو دهغوي دقبرونو په خاورو سینګار کړي دي او هغه تورې مو له ځان سره را لیږدولې دي چې د هغوي ګوګلونه یې شلولي دي او هغه نیزې مو پورته کړې دي چې دهغوي په زړونو ننوتلې دي او دهغه چا په څېر نارې سورې او فریاد کوو چې چیغو او غلبلویې ستونی شلولی وي ؛او دهغه چا په څیر زارۍ کوو چې زاریو یې د زندان دظلمونو تورې خونې ډکې کړې وي او هغه دعاګانې لولو چې دهغوي دزړه له سوز او زوږ سره یوځاي وي . نو بیا اې آزادۍ مونږ ته غوږ ونیسه .
اې آزادۍ !د فقر او ذلت په سیوري کې د جوړو شوو غارونو په څنډو کې ستا په وړاندې سینې دربیږي .
دهغه کورونو په کونجونو کې چې د ناپوهۍ او جهل په تورتم کې ودان شوي دي ډیرې سترګې ستالوري ته دي .
په ښوونځیو او پوهنځیو کې ناهیلی ځوان له تاسره خواله کوي ،په جوماتونو او کلیسا ګانو کې تردوړو لاندې کتابونه ستا مرسته غواړي ، او په محکمو او ټولنو کې هېرشوي قانونونه ستا لارې څاري .
زمونږ په تنګو کوڅو کې سوداګر خپل ژوندون پلوري ترڅو بیه یې هغه لونډو او لنډغرو غلو ته ورکړي مګر څوک نه شته چې ورته نصیحت وکړي ، په تنده ځپلو او وچو بیدیاوو او پټیو کې بزګر په خپلو نوکانو سره د ځمکې نس څېرې کوي ترڅو دزړه وینې پکې وکري او په خپلو اوښکو یې اوبه کړي او یواځې اغزي ورڅخه ترلاسه کړي خو څوک نه شته چې ورزده یې کړي ؛ زمونږ په دښتو او بیابانونو کې کوچیان پښه یبل ، بربنډ او وږي تږي ګرځي خو څوک نه شته چې رحم پرې وکړي.
اې آزادۍ : خبرې وکړه او مونږ ته یې راوښیه !
اې آزادۍ !
دهماغه پیل څخه دشپې تیارې په مونږ خیمه درولې ده سپېدې به کله چوي ؟
زمونږ جسمونه له یوه زندان څخه بل ته لیږدیږي او نسلونه نسلونه په مونږ باندې له خندلو سره یوځاي تېریېږي ترڅو به دا ملنډې زغمو ؟
ورمیږونه مو له یوه جغ څخه ترهغه درانه بل ته وړل کیږي ، دنړۍټول خلک راپورې خاندي ترکومه به مو دې خنداګانو ته غوږنیولاي وي ؟
دفرعون له منګولو د بخت نصرتر خپړو ، د سکندر له پنجو د هردوت تر تورو ، د نرون له سوکانو د شیطان تر غاښونو ؛ څه وخت به د مرګ منګولو ته رسیږو ترڅو د عدم له آرامۍ خوند واخلو ؟
زمونږ له مټو څخه یې دخپلو خدایانو دلویۍ له پاره د نمزدکونو او معبدونو پایې جوړې کړې دي ، زمونږ د جسمونو په زور یې دخپلو نومونو د تل پاتې کیدو په خاطر اهرامونه جوړ کړي دي .
ترکومه به بنګلې او برجونه جوړو او په خپله به په غارونو او سمڅو کې ژوند کوو ؟
ترکومه به وریښمن او وړۍ اوبو او خپله به شلېدلې او زړې جامې اغوندو ؟
اې آزادۍ !
په خپلو خبیثو او ناوړه دوکو سره یې مونږ ډلې ډلې ، توکم توکم ، او پښت پښت اوبیا یې سره دښمنان کړلو نو ترڅو به د ایرو په څېر ددې بې رحمه توپان په مخ کې پراته وو چې دوړې مو تراسمانه پورته کړي ؟ او د وږو زمریانو په څېر به ددې خوسا مړزګې په شاوخوا ژوند کوو ؟
اې آزادۍ مونږ ته غوږ ونیسه ، اي دآتن نجلۍ په مونږ رحم وکړه ، اې دروم خورلڼې مونږ ته نجات راکړه ، اې د موسی ملګرې له مونږ سره مرسته وکړه او اې د اشعیا شهۍ مونږ ته لارښونه وکړه او اې د یوحنا ناوکۍ.