بيټ نيکه !
ستا دعا قبلېدونکې وه ، ستا د دعا برکت و چې د کسي او سليمان د غرونو په ډډو کې د پښتنو کېږدۍ پلنې شوې او نغريو نه اورونه پورته شول .
نيکه !
تاسو په پوره عاجزۍ او اخلاص لوى دربار ته لاس ونيو او د زړه له تله مو وويل :
دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه
نيکه !
د همدغې دعا برکت و چې دغه وګړي ډېر شول ، نورو سيمو ته وکوچېدل او سيمې پرې ښايسته شوې .
نيکه !
خو ته خبر يې ستا په لمسيانو اوس څه تېرېږي!؟
هغه لمسيان چې ستا ددعا په برکت ډېر شوي وو ، اوس د نابودۍ خواته روان دي .
نيکه!
د کسي او سليمان غرونه ستا د لمسيانو په وينو ولمبېدل ، د نغريو اورونه مړه دي ، اوس د هغوى دکېږديو مراندې شلېدلي او يو ستر توپان يې هر څه په مخه کړي دي.
نيکه !
ستا لمسيان يوبل نه سرونه غوڅوي، اوس په هرڅو مټرو کې ستا دلمسي جسد پروت دى او اوس د هر خوړ د اوبو رنګ ستاد لمسيانو وينو سور کړى دى.
نيکه !
اوس هغه سپين پټکي چې سرونه به پرې ښايسته وو ، له زنو را تاو دي او اوس ...
نيکه !
ستا لمسيانو ته ( دا جهان قصاب خانه ×× ) شو او هر لمسى دى د ( قصاب په غولي پا بسته ولاړ دى . )
نيکه !
ستا نازولي لمسيان يو د بل په وينو نه مړېږي، د نورو خو پخوا ورته زړونه ډک وو ، له هرې خوا پرې ناتاردى مرګوني ګوزارونه دي او ...
نيکه !
زموږ لاسونه په وينو سره دي ، موږ يې له شرمه د خداى پاک دربارته نشو پورته کولى، دعا مو نه قبلېږي .
نيکه !
قيامت ته انتظار مه کوه، ستا په لمسيانو همدا اوس قيامت دى ، را پورته شه او بيا د يوې ونې ډډ ته تکيه وواهه ، لاسونه پاک در بار ته پورته کړه او د زړه له تله ووايه :
د اوګړي ډېر کړې خدايه ! لويه خدايه – لويه خدايه
نيکه !
هله ، ځنډ مه کوه . ستالمسيان يو بې رحمه توپان په مخه کړي ،که په دعا کې ځنډ وکړې د نسل لپاره به هم څوک پاتې نه شي او بيا به ستا دعا لکه ستا د لمسيانو برخليک په هوا کې ورک شي .
د وږي ٢٦ مه ، ١٣٨٦
دا جهان قصابخانه کړ خداى وماته
پا بسته ولاړ په غولي د قصاب يم
حميد ماشوخيل