تر نيمي يې ډېر وخت ووتی چي دا پورته پارسي عنوان زما په ياداشت کي
پاته دئ. کيسه داسي وه، چي تر نيمي پيړۍ په ها خوا د افغانستان د (جشن استقلال ) په مناسبت د کابل په چمن حضوری
کي يو نړيوال نمايش جوړ سوی و، چي د ډيرو هيوادونو نمايندګيو برخه پکښې درلوده. د هر هيواد نمايندګيو خپلي
انداره غرفې دوخت دتقاضا سره سمي پکښې ساز کړي وې . په دوی کي د امريکا غرفه تر نورو يو څه غټه وه او د مځکي دک
ې په شکل جوړه سوې وه، چي په دننه کي يې نوري کوچنۍ کوچنۍ غرفې درول سوي وې - تر غرفې دباندی يوسټېج جوړ سوی و،
چي مخ ته د تماشاچيانو دپاره يو کافي پراخ چمن درلود. په دې چمن کي عام سېلانيان ناست يا به شاوخو ولاړوو . پر دې
سټېج باندي دامريکا يي پاټيانو د خوا رقم رقم هنري پاټونه اجراء کېدل. په دې هنرمندانو کي يو دوې پاټياني ښځي هم
وې، چي د دواړو سره ورته سيکې، يو شاني کالي او يوه اندازه قد واندام وه او خلګو ته به يې په زړه پوري ډونګي کو
ې، ناټکان يې رايستل او خلګ يې خندول .
زه چي دوه درې واري په مختلفو شپو کي د دې سټېج ومخ ته تېر سوی راتېر سوی
يم او د دغو ټوکيانو ښځو پرټوکو پېښ سوی يم ، نو دوی به دسټيج پر څنډه ولاړي وې دابه يې سره ويل : يوې به ويل : ٫٫من
ديوانه!، تو ديوانه!، ان ديوانه ٬٬! بيا به يې دحاظرينو سيلانيانو پر سر هوايي لاس تېر کړئ او و بې ويل چي : ٫٫ک
ګی ديوانه!٬٬ دلته به نو هره هره خنداوي سوې . د دې ښځو د پاړسي فقط همداغه کلمې زده وې او بس خير داخو دنمي پيړۍ
ا ها خواته د دوو امريکا يي پاټيانو ښځو خبري په فارسي ژبه وې چي ما اورېدلي وې او تر اوسه مي په ياد کي دي . ښايي
دنورو سيل بينانو( که ژوندي وي) هم پياد وي .
که اوس دپامير دبام څخه افغانستان او شاو خوا ته په يو ه وسيع
نظر وکتل سي او هغه جملې تکرار سي ، نو هغه وخت خويې يوازي دسټېج دمخ حاظرين ليوني بلل، نن لاس بايد تر کمه ح
ده يا سرحده پوري وغځول سي چي کلګي ديوانه!!!؟؟ ....
سنبله ۱۳۸۶
کراچي