دخپریدو نیټه : 2007-11-22 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
ستاد خيالونو دونيا
زرلښت حفیظ
دا هم يو شين سهار وو دلمر زرينی وړانګي د غره تر
اه ورور را پورته کيده دغره لمن په ارغواني ګلانو پو ښل شوي وو او طبعيت ځانته داسی ښکلارا غوره کړی وو چې د
پسرلۍ منظره له ورايه په کې معلويده ٠ د نا ارام زړه تقاضا سره مې ځان ستا د خيالنو دونيا ته ورساوه ستا د مخ
د ننداره په لټون د کوره ووتم ځان مې هغه ګلبڼ ته ورساه وه کوم چې هر سهار د عادت له مخی له خو به پاسيدم او بيا د
ګلونو دليدو په تکل ګلبڼ ته به مې مخه کړه ٠ دا هم يو شين سهار وو د مرغانو اوازونه له هر خوا اوريدل کيدل بلب
ان په نغمو سر ول بورا ګان هم ګل مخونو نه تاويده او دخپل سينه يي د ګلونو ازغې ته سپر نيولي وو لمر ګل
هم په ورين تندۍ د لمر وړانګو ته په خندا وو ٠ دانار، الوچې،لوکاټو،او دسنځلو، او د نارنج ونۍ په رنګا رنګ ګ
انو ځانو نه ښايسته کړي او دتو تانو ونۍ هم په تکو شنو پاڼو کې ځانو نه ښايسته کړي وو خو ماهر خواته نظر اچاوو چې
تا وګورم لکه د نورو ورځو په شان ژړا مې ستونې ته مرۍ شوی وو څلور خواته مې وکتل ته مې پيدا نکړۍ ها خوا لری مې
کتل چي دګلابو ګلونه په سره، سپين او ګلابي جامو کې ځانونه يي پټ کړي وو او ماته يي دبلنۍ ايشارې کولې مامې ځان ګل
بټو ته ورساوه دګلابو هاغه غونچې ته چې په ګلابی جاموکې په ورين تندې ماته د بلنۍ هر کلې ويل زه ور نژدي شوم
په دواړه لاسونو مې دا غونچه د ګلونو ونيو چې بوې يي کړم نا ببره مې خپل شنډو ته نژدي کړل چې ښکل يي کړم يوځل
بيا ستا دخيالنو پرښته زه يي ستا دونيا کې ډوب کړم د څو شيبو نه ورسته ناڅاپه مې دبورا اواز تر غوږ شو ژر سر مې
پورته کړ کتل مې چې څو اوښکۍمې دګلابو په پاڼو توې شوي ول تا به داسې فکر کاوه چې دسهار شبنم په ګلانو شبنم ورولې
وي٠ څلور خواته مې وکتل ته بيا هم نه ښکاريدي په ورور په قدم وهلو مې لاس پوري کړ او دخداې (ج ) داقدرت ته چې
دا ښکلا يي طبعيت ته ور په بر خه کړاې وو حيران کړاې ومه دنارنج د ونو د خاښونو لاندې مې په قدم وهلو لاس پورې کړ
کتل مې چې د نارنج ګل له خاښو نو نه راباندې ګلونه شيندل کيږي داسې لکه ته به وايي چې کوم ناوي ته د واده په ورځ
چا پسرګلونه شيندلې وي ٠ غوښته مې چې سر نه مې دا ګلان ورژومه لاس مې په سر تير کړ او لاندې ځمکه ته
مې کتل مې چې څومره مې دويښتانو نه ګلونه پر ځمکه وڅنډل کتل مې چې د خداې بلا د نارنج ګلونه پر ځمکه پراته وو يو ځل
بيا ته مې په ياد شوي خو سره د دې ځمکې ته ور ټيټ شوم غوښتل مې چې دا ګلونه ټول کړم او تر ستنې يي تير کړم ځانته
تری غاړکې جوړ کړم او دنوی پيغلتوب په وياړ يي لږ سه خپل ويښتانو کې وځړوم کيناستمه لکه کليوال پيغلې په شان
د خپل جب نه مې د تار غونډاری را ويست او د ټټر نه مې ټوبلۍ ستنه هم ويست ګلان مې يو يو تر ستنې تيرا وو چې ناڅ
اپه مې ستنه په ګوته کښې وردننه شوه او نا ببره مې دخولې نه د اخ !اواز پورته شوه داخ سره سم په خپل کټ کې
کيناستمه سترګې مې خلاصې کړي کتل مې چې هڅ هم نه شته دا څه چې ما ليدلې وو دا هغه خيال وو چې زه يي د پسرلې په م
وسم کې ستا د خيالونو دونيا ته يي ميلمنه ومه پاې