د ويانا
پوهنغونډې په هندو اروپايي ساکي ـ اَرياني ژبو کېد پښتو دريځ و څېړه
لکه څنګه يې چې له م
خه خبر خپور شوی وو، د او تريش دافغان ولس کولتوري ټولنې په نوښت د دغه هېواد په پلازمېنه وياناکې د نوېمبر پر
اوولسمه يوه ورځنۍ پوهنغونډه را وبلل شوه.
په غونډه کې له اوتريش ميشتو افغانانو او اوتريشيانو سربېره له نو
و اروپايی هېوادو (انګليستان ، ناروې، د چک چمهوريت، هالېند او جرمني) څخه راغليو پوهانو، ليکــوالو، څېړنوا
و، رسنوالو او د پوهې او ادب مينه والو هم ګــډون درلود.
په دې غونډه کې چې يې له ماسپښين تر ماښام تيارې و
غځېده، لومړی ديپلوم انجينر حکيم اګدري د ټولنې په استازۍ پرانېستونې وينا وکړه او ورپسې پوهاند دوکتور
زيار د غونډې د مشر په توګه په الماني ژبه يوه پيلاميزه وينا وکړه او بيا يې خپله ټاکلې ليکنه په پښتو واو
وله.
دويمه ليکنه د دوکتور لوتڅ ژېهاک له خوا تر پښتو پيلامې وروسته په الماني ژبه وړاندې شوه چې دورته
سکالو پر يوه بل اړخ راڅرخېده او په ترځ ترځ کې يې پښتو بېلګې په دواړو ژبو شنلې. دغه ځوان اَريانېست پښتو لومړی
د مسکو او بيا برلين هومبولت پوهنتون په اړونده څانګه کې زده کړې چې پوهاند زيار يې هم له مېلمه استادانو څخه
وو.
درېيم وينا وال سېبستيان هاينې د ساکي پر ځای له اوستاسره د پښتو پر تړاو وغږېداو د زباد لپاره يې يو لړ
بېلګې رامخته کړې. دی د بون پوهنتون د اَريانپوهنې په څانګه کې پر زده کړه بوخت دی. په پښتو روان غږېږي او په دوه
ويشت کلنۍ کې يې تر دېرشو زياتې نورې نوې او زړې اروپايي او اَريايي ژبې، لږ تر لږه له رغاونيز او اېتېمولوجيک
پلوه په خپله ولکه کې راوستې دي. د پښتو ژبپوهنې په برخه کې يې له استاد زيارسره ښوونيز اړيکي ټينګ ساتلي او له
بونه تر کولنه له ګڼو فرهنګيالو پښتنو سره پرله پېيلې راشه درشه او ناسته پاسته لري.
د ژبپوهنيزې برخې په
پای کې تر يوې مازيګرنۍ وروسته ښاغلي نسيم صابر دځوان ژورنالېست او ليکوال په توګه پر الماني
ژبه دپښتو شعرو ادب يو لړ ژباړلې بېلګې وړاندې کړې
همدارنګه له ناروې څخه راغلي مېلمه پوهاند فين تيسن (په
ناروې کې د پشتو ژبې استاد) د همدې پوهنغونډې د ارزښت او د پښتو ژبې د پالنې او ودې په اړه په پښتو ژبه وينا وکړه.
بله برخه بحث ته ځانګړې شوې وه چې په دې برخه کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
او ورپسې يوه م
اعره وشوه چې له المان، ناروې، انګليستان، چک او سلواکه راغليو او اوتريش مېشتو پښتنو او پښتو زده کوونکيو
ناپښتنو پکې پښتو شعرونه و اورول.
غواړم يادونه وکړم چې له بهرنيو هېوادوڅخه راغليو ناروېژې محصلينو مورتين
پېدرسن (زړه ور) او ايريک ستوبسيون (توريالی) هم په پښتو ژبه خبرې وکړې.
دواړو غونډو د ځوان شاعر او ليکوال
برميال په وياندۍ تر لسو بجو غځونې
وکړې. &
nbsp; &nbs
p; &
nbsp;
يادونه: د پورتنۍ پوهنغونډې ويناو ې به ډېر زر په پښتو، الماني او انګلېسي
ژبو چاپ او وروسته له هغې د فلم سره يوځای د اروپا، افغانستان او داسې نورو اکاډميکو منځيو ته واستول شي.