مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

(زه بدلمنې نه يم!) ناول چاپ شو

بارکوال مياخېل، کوټه

دا هغه دردوونکى ناول دى، چي څو لسيزې وړاندې د ګوتنب ګ مطبوعاتي مرکز له خوا په پارسي ژبه په جېبي کچه خپور شوى و، چې اوس د پښتو ژبې تکړه ليکوال او ژورناليست صالح محمدصالح پښتو ته په روانه ژبه را ژباړلى دى.
دغه ناول چي ٣٠٨مخونه لري، د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر، په کوټه کې د صحاف نشراتي موسسې له خوا خپور سوى دى. د ژباړونکي په وينا- د دې ناول د پارسي متن د کتاب پر پښتۍ د اصلي ليکوال نوم نه دى څرګند، له دې کبله پر ژباړه هم د ليکوال نوم نه دى راغلى، په دې ناول کې د يوې ښځې ژوند انځور شوى دى، چي څنګه د هغې پر عزت او ناموس باندې تېرى کېږي.
ښاغلي صالح محمد صالح لانديني څورلس کتابونه نور هم ليکلي او ژباړلي دي، چي له همدې ژباړلي ناول سره يې د ليکلو او ژباړلو کتابونو شمېر پينځلسو ته ورسېد:

ليکنې:
۱. د ارغند د څپو ژبه- د لوى كندهار د شاعرانو تذكره،(لومړى ټوك)، خپروونکى: پښتو يون ټولنه، ۱۳۸۰ ل كال، پسرلى.
٢. د ارغند د څپو ژبه- د لوى كندهار د شاعرانو تذكره، (دويم ټوك)، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ ل كال.
٣. پښتو او د ژباړې اړتيا: خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳ل كال.

ژباړې:
٤. د افشاري استبدادونو پ ضد د افغانانو پاڅونونه (تاريخي کتاب- ژباړه) ليكوال: محمد اعظم سيستانى، ۱۳۸۰ ل كال، خپروونكې: صحاف نشراتي م وسسه.
٥. پاڼه ورژېده (ناول- ژباړه) خپروونكې: پښتو يون او دانش خپرندويه ټولنه، ليكوال: ربېع انصاري، ۱۳۸۱ل كال.
٦. اروايي روغتيا(ارواپوهنه- ژباړه) ليکوالان: هاري او بونارواوراسټريټ، خپروونكې: دانش خپرندويه ټو نه، ۱۳۸٢ ل كال.
٧. ولې ځورېږو؟ (ارواپوهنه- ژباړه) ليکوال: عبدالمجيد رشيدپور، خپروونكې: دانش خپرندويه ټو نه، ۱۳۸٢ ل كال.
٨. تالنده (ناول- ژباړه) خپروونكې: نارنج خپرندويه ټولنه، ليكوال: محمد حجازي، ۱۳۸۲ ل كال.
٩. مديريت او مشرتوب: (ژباړه)، ليكوالان: مريلين منينګ او پاتريشا هداك، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۳۸۲ل كال.
١٠. داستان څه دى او څنګه ليكل كېږي؟ (تيوري- ژباړه)، ليكوال: جواد نعيمي، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ ل كال.
۱١. د دوستۍ ارواپوهنه: (ژباړه) ليكوال، ډاكټر ډان ګابر، خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۳۸۳ ل كال.
۱۲. يو بوډا مري: (نړيوالې كيسې- ژباړه) خپروونكې: بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۲ل كال.
۱۳. له ځان سره داسې مينه وكړه: (ارواپوهنه- ژباړه) ليكوال: ډاكټر ګي هندريكز، خپروونکې: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ل كال.
۴. د كندهار پاڅون او د ايران صفوي دولت ړنګېدل: (تاريخي اثر- ژباړه) ليكوال: كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستاني، خپروونكې: د افغانستان د كلتوري ودې ټولنه- جرمني، ۱۲۸۴ ل كال.
او پنځلسم همدا اثر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery