ستړى ژوند شعري ټولګه د ښاغلي نجيب ال
ه اکرامي غزليزه ټولګه ده چې په خپل مالي لګښت يې د ساپي پښتوڅېړنو او پراختيا مرکز چاپ کړې ده .
په دې اړه
نجيب الله اکرامي بېنوا ته وويل :
((له کوچنيوالي راهيسې مې له شاعرۍ سره ډېره مينه وه او تل به د پخوانيو او
اوسنيو شاعرانو شعرونه لوستل ، زړه کې مې دا هيله راوټوکېدله چې کاشکې ته هم ددغو شاعرانو په څېر شاعر واى او
ستا کتابونه خلکو نه يواځې لوستل بلکې خوند يې هم ترې اخيسته ، همدا لامل و چې شعري احساس مې راوټوکېد او شعر ته مې
مخه کړه ))
د نوموړي شعري ټولګې په سريزه کې عبدالروف قتيل خوږياڼى وايي :
(( ستړى ژوند دنجيب الله اکرامي د
عرونو ټولګه ده ، اکرامي يو ځلمى شاعر دى چې نوې يې شاعرۍ پيل کړېده ، شعرونه يې مزه ناک دي ، په مزه مزه په بره
وان دى))
ښاغلى قتيل ځوى پر کتاب خپل نظر داسې بيانوي :
((ستړى ژوند پرځان او جانان ، مېنې او مينې د ناروا يرغل
انځوريزه شعري ټولګه ده چې ويناوال تنکى او نوښتګر نجيب الله اکرامي پېچه دره وال چې دامريکا او انګليس روان
پوځي او فرهنګي يرغل يې پرچغو راوستى او د پوځي او فرهنګي يرغلګرو يارانه يې غندلې او پر هېوادوالو يې د مېنې او م
ينې د ساتنې او هڅونې غږ کړى دى ))
ځوان ليکوال او ژورنالست فضل قادر انډيوال هم په شعري ټولګه خپل نظر داسې څ
ګند کړى دى :
((شعرونه مې ستا په پوره پاملرنه او ځير ولوستل ،احساس دې د ستاينې وړ دى ، که څه هم په اوسنۍ زمانه
کې او په تېره بيا په پښتني ټولنه کې شعر خپل ځاى او ارزښت لري خو د ډېر والي په ځاى ښه والي ته پاملرنه وشي ))
د
اعر پېژندنه محمدعارف همدرد کړېده چې وايي :
((ښاغلى نجيب الله اکرامي د ښاغلي استاد عجب خان اکرامي ځوى ، د ح
ضرت خان اکرامي لمسى او د محمداکرام خان کړوسى دى ، نوموړى د افغانستان د ننګونو او ښکليو درو د روانو
سيندونو له ځالې يعنې د کونړ د پېچ درې دغونډۍ کلي سره تړاو لري په 1367 لمريز هجري کال په ننګرهار کښې دې فاني نړۍ ته
سترګې وغړولې ، په انګليسي ، اردو او فارسي ژبو هم خبرې کولى شي او په کمپيوټري هنرونو هم ښه مهارت لري))
کتاب په خپل شاعر کمپوز کړى دى ، او ډيزاين يې د ټول افغان ځانګړي خبريال عبدالرزاق حبيبي کړى دى