مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-07   مخپرونکئ : عُمر واحديار

شعار

محمد نعمان دوست ، کابل

له مخامخ هوټل څخه د چک چکو غږونه راتلل ، پر دېوالونو او دروازه يې د مارچ د اتمې په اړه ؛  بيلابيل شعارونه لګېدلي وو .
پر يوه  لويه  شنه ټوټه په سور رنګ  ليکل شوي وو : ((  پرېږدئ ! چې  ښځې خپل حقونه خپله ترلاسه کړي . ))
د هوټل مخې ته يوه ميرمن په زړو جامو کې ناسته وه ، هغه ډېره عمر خوړلې نه وه ؛ خو لاسونه يې  داسې لړزېدل  ، لکه څو ورځې يې  چې په مړه ګېډه ډوډۍ نه وي خوړلې .
 د مي منې سترګې د هوټل په دروازه  نښتې وې ، شيبه  وروسته رنګارنګ نجونې او ښځې  چې غاړکۍ يې لمرته ځلېدلې را ووت ې .
سوالګرې نه فقر جرئت وړى و ، هوټل ته د ننوتلو زړه يې نه درلود ، خو لکه چې په ليک پوهېده  .
چې څنګه يې په مخامخ ځړېدلي  شعار (   پرېږدئ ! چې  ښځې خپل حقونه خپله ترلاسه کړي . )  سترګې خښې کړې ، پورته شوه .   غوښتل يې له خپلو همنوعو څخه د يوې مړۍ وچې ډوډۍ لپاره روپۍ وغواړي .
  د ننوتلو هڅه يې وکړه خو دې سره بلنليک نه و، چا پرېنښوده  ، را وتلې ميرمنې بېرته د هوټل په سالون ننوتلې او دې هماغه شان له باندې   ګېدلي شعار ته کتل  .
 Numandost75@yahoo.com
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery