مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شعار

محمد نعمان دوست
له مخامخ هوټل څخه د چک چکو غږونه اتلل ، پر دېوالونو او دروازه يې د مارچ د اتمې په اړه ؛ بيلابيل شعارونه لګېدلي وو . پر يوه لويه شنه ټوټه په سور رنګ ليکل شوي وو : (( پرېږدئ ! چې ښځې خپل حقونه خپله ترلاسه کړي . )) د هوټل مخې ته يوه ميرمن په زړو جامو کې ناسته وه ، هغه ډېره عمر خوړلې نه وه ؛ خو لاسونه يې داسې لړزېدل ، لکه څو ورځې يې چې په مړه ګېډه ډوډۍ نه وي خوړ ې . د ميرمنې سترګې د هوټل په دروازه نښتې وې ، شيبه وروسته رنګارنګ نجونې او ښځې چې غاړکۍ يې لمرته ځلېدلې را ووتلې . سوالګرې نه فقر جرئت وړى و ، هوټل ته د ننوتلو زړه يې نه درلود ، خو لکه چې په ليک پوهېده . چې څنګه يې په مخامخ ځړېدلي شعار ( پرېږدئ ! چې ښځې خپل حقونه خپله ترلاسه کړي . ) سترګې خښې کړې ، پورته شوه . غوښتل يې له خپلو همنوعو څخه د يوې مړۍ وچې ډوډۍ لپاره روپۍ وغواړي . د ننوتلو هڅه يې وکړه خو دې سره بلنليک نه و، چا پ ېنښوده ، را وتلې ميرمنې بېرته د هوټل په سالون ننوتلې او دې هماغه شان له باندې لګېدلي شعار ته کتل . کابل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery