له څو اونيو راهيسې د محکمو په دروازو ګرځېدم . عريضه مې لاس کې وشړېده .
چې د ه
قاضي صاحب ترڅنګ به مې د ترازو عکس او د عدل په اړه قراني آيتونه وليدل خوشحاله به شوم .
ځان سره به مې ويل
: زه په حقه يم ، خو دا چې ژر موضوع نه فيصله کېږي علت به يې داوي چې ښه عدالت تامين شي .
نن بيا د محکمې
خواته ولاړوم ، يو تن چې شايد له پخوا يې څارلم راباندې غږ کړ : وروره ! عريضه خو دې وشړېده ، خو که څپلۍ دې
هم وشړېږي حق به دې ترلاسه نه کړې .
ما هماغه شان ور ته د شک په سترګه کتل ، چې هغه خبره پسې وغځوله : په
جيب لاس ووهه ! په تشو ګرځېدلو نه شل کېږي .
اول خو په خبره ونه رسېدم ، خو ورسته چې پوه شوم د هغه په
مرسته مې قاضي صيب په ٥٠٠٠٠ راضي کړ .
احکام يې راکړل ، خو کاغذونه يې رانه قيد کړل او وعده وشوه چې سبا
به پيسې سپارم او اسناد به ترلاسه کوم .
سبا له وعدې سره سم ورغلم ، په ميز مې ورته د هغو پيسو
پاکټ کېښود چې د لاس په تڼاکو مې پاکستان کې ګټلې وې .
هغه عينکو لاندې موسک شو، خو چې پاکټ يې خلاص کړ او په ک
دارو يې سترګې ولګېدې ، په ټنډه کې يې کږې وږي ليکې پيدا شوې ، عينکې يې لرې کړې او بيا يې خوله پرانسته :
افسوس !
دا وطن به خاورې آباد شي ، په خپلو افغانيو شرمېږي !
تا نه دې اورېدلي چې اطاعت د اولو الا مرو واجب دى ؟
څو ځلې اعلان شوى چې معامله دې په افغانيو کېږي او تاسې بدبخته ولس ...!
هغه پسې اوږده کړه : يو شور جوړ شو
، خوله په خوله همدا ناره ده چې په محکمو کې فساد دى خو دخلکو د فساد او ناقانونۍ په اړه هيڅوک څه نه وايي .
قاضي صاحب ، هماغه شان لګياوو خو ما په ديوالونو هغو ليکلو ايتونو او احاديثو ته کتل چې د عدالت او بډو
اخيستو په اړه وو .
Numandost75@yahoo.com
کابل ، د کب ٢٨مه