مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-04-01   مخپرونکئ : خليل الله سروري

د دې ځای ډاکټران ( طنز)

محمود نظري

غوږ مې خوږېدۍ،له ډاکټر  سره مې اپاینمنت(د کتنې وعده) جوړ او  ایله  یوه مېاشت  وروسته مې د کتنې وار شو هغه ته ورغلم.
« هغه یوه ټوکه ده چې وایي یو ناروغ د لندن ډاکټر ته ورغی او هغه ته يې ویل زه( ۵۹) ثانيې نور ژوند لرم ما وګوره! هغه ورته وویل یو دقیقه صبر وکړه او د هغه وار، چې رارسیده هغه  مړ شوی وو  ډاکټر ترې مننه وکړه ».
  هغه شونټۍ(د لاس ډیوه)زما غوږوته ونیوله  او د چوک_چوک په ویلو سره یې یو څاڅکى درمل  را ته ولیکى . د   شپې  چې مې  په غوږو کې وڅڅاوه،   د ښځو ږغ  مې د نارینه ؤ او د نارینه هغې مې د ښځو اوریده،  زه هغه وخت  په  ځان  پوه شوم،  چې په بس ګاډي کې مې یو ې پېغلې ته ښاغلى ووایه نژدې يې سر رامات کړی وای.  بیا مې د ډاکټر  سره بل اپاینمنت جوړ کړ او د بیا کتلو وار تر رارسیدو پوری  دا يوه میاشت مې  په کور کې د تلویزیون په لیدو تیره کړه،   ډیر خوندور  پروګرامونه وه  ښځو د نارینه ؤ او نارینه ؤ د ښځو خبری کولې ...
یوه میاشت وروسته په خپل وار اکټر ته  ورغلم او ټوله کیسه مې ورته وکړه.
هغه راته وویل :هره دوا له ګتې  نه پرته اړخيزې اغیزې هم لري نو دا يې هرومرو اړخيزه اغیزه  وه نو دا وار یې  یوبل  ښه څاڅکى  درمل راته ولیکئ.
هغه چې مې په  غوږو کې وڅڅاوه، په غوږو کې مې بېله واکمن(تیپ) موزیک واهل کیده، او ما ورسره لکه نوی ځوانان سر او  اوږې ښورو ې او په  یوې  فاتحې کې مې نژدې د ماتم کونکو لخوا سر مات  شوی وای .
بیا  مې د ډاکټر  سره بل اپاينم نت جوړ کړ او یوه میاشت  په کور کې کیناستم  چې په کومه  بله  بلا مې اخته نه کړي او ټول  ورځ مې نڅاه کوله او د وار د رارسیدو پوري مې لس کیلو وزن له لاسه ورکړ...
 بیا په خپل وار   ډاکټر  ته ورغلم او ټوله کیسه مې هغه ته وکړه. هغه وویل: دا هرومرو درملو اړخيزه اغیزه  وه.  نو یو  بل ښه څاڅکى  درمل  يې راته ولیکئ.  هغه چې مې په  غوږو کې وڅڅاوه  ږغ  به  د ښې خوا وو، ما به کيڼې خوا ته کتله د یوې خوا ږغ مې له بلی خوا نه اوریده  ان   په لومړی ورځ مې  موټر تکړ کړ

 بیا مې د ډاکټر  سره بل اپاینمنت جوړ کړ او د بیا د کتلو وار  درارسیدو پورې مې ډیرې چپېړې وخوړلې...
یوه میاشت وروسته په خپل وار  ډاکټر ته  ورغلم او ټوله کیسه مې هغه ته وکړه، هغه راته وویل:
 ددې درملو یوه اړخيزه اغیزه همدا د موټر ټکر او چپېړې دي .
هغه دا وار  روغتون ته وروپیژندلم  ایله  شپږ میاشتي وروسته مې د کتلو وار راو سید،  چې ورغلم هغو ډول _ډول جړنګانې زما غوږو ته و ښورولي او په پایله کې یې  یوه غوږۍ راکړه ، چې د هغه  له کارولو سره مې تر سلو مترو هاخوا ږغونه  وسا اورېدل  خو په کور کې د دې الې  اړخيزه اغیزه  زما میرم نې ته ورسیده او د هغې به  ټوله ورځ را سره شخړه وه او ویل يې ستا غوږونه ولي د ګاونډي د کور خواته نېغ شوي دي  او زما خبری نه اورې.
ما څو وارې ورته وویل : دا د دې غوږۍ اړخیزه اغیزه ده خو هغې نه منل
نو زموږ تر منځ خړې  خپل اوج( ستونځ ) ته ورسیدې ما هم   نور  دګاونډي ښځي د د ستور په اساس  خپل کړه وړه تر سره کو ه
 یو سهار چې له خوبه راکښېناستم یو وار مې نارې کړې زما غوږونه جوړ شوي دي او چې غوږو ته مې لاس وروړ غوږۍ نه وه خو میرمنی  غوږونه د ګاونډی  ددیوال خوا ته نیغ  شوی وه
او خندل يې . زما خبرې یې نه ا وریدې.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery